اوکراین روسیې ته د ایران د وسلو د استولو په هکله هیڅ مدرک نلري
(last modified Thu, 12 Sep 2024 10:44:16 GMT )
Sep 12, 2024 15:14 Asia/Kabul
  • اوکراین روسیې ته د ایران د وسلو د استولو په هکله هیڅ مدرک نلري

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل کي یف له ایران څخه روسیې ته د توغندیو د استول کیدا په هکله هیڅ ډول ثبوت نلري.

هغه د امریکا د چارواکو او د رسنیو لخوا د دغه ادعا له  مطرح کیدا وروسته چې ایران روسیې ته لنډ واټنه بلاسټیک توغندي ورکړي دي وویل د تهران لخوا ماسکو ته د توغندیو د ورکولو په هکله هیڅ ثبوت نشته.

د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې چارواکو په ځلونو له ایران څخه روسیې ته د توغندیو استول رد کړي دي.

په عین حال کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل یوځل بیا امریکا او اروپايي هیوادونو د غلطو اطلاعاتو او د معیوب منطق پراساس عمل وکړ او ایران روسیې ته بلاسټیک توغندي نه دي ورکړي خبره ختمه!»

په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ دفتر هم له ایران څخه روسیې ته د توغندیو د استولو د نه ثابتې شوي ادعا ته په غبرګون کښې ټيڼګار وکړ چې د اوکراین د شخړې په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ بدل شوی نه دی او تهران د جنګ لورو ته  د پوځي وسلو استول چې د بیخ بنایانو او د انساني تاوانونو د زیاتیدا  او دغه راز د اوربند له خبرو د واټن د اخیستل کیدا سبب  ګرځي یوه غیر انساني چاره ګڼي.

د ایران نمایندګي وویل ایران نه یوازې چا ته وسلې نه استوي بلکې نور هیوادونه هم په جنګ کښې ښکیلو لورو ته د وسلو نه استولو ته وربولي.

 

ټیګونه