د عراق کردستان سیمې ته د یوه ایراني ولسمشر لومړنی سفر
د ایران ولسمشر د عراق له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې، د اسلامي هېوادونو د اتحاد غوښتنه وکړه او همدارنګه په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه یې وویل چې، د دې جنایت پراخېدل، د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه، د امریکا د بشري حقونو د شعارونو دروغ څرګندوي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چې پرون یې عراق ته خپل لومړنی بهرنی سفر پیل کړ، د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې، ملګرو ملتونو ته له خپل سفر مخکې یې بغداد ته سفر کړی، څو له عراقي لورې سره د همکارۍ ۱۴ سندونه لاسلیک کړي.
د ایران ولسمشر د نړۍ د درېیو براعظمونو د نښلولو په برخه کې د عراق او ایران موقعیت مهم وباله او د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همکاریو په پروګرام کې، دې موضوع ته جدي پاملرنه شوې ده.
د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي موافقې او د هغې دقیقې اجرا ته په اشارې سره وویل چې، د دغه تړون اجرا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت تضمینوونکی دی او دغه طرحه کولای شي د ایران او عراق په بې ثباته کولو کې د دواړو هېوادونو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به په ټینګه دوام وکړي.
مسعود پزشکیان د دغه خبري کنفرانس په یوه بله برخه کې، د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې، تفرقه مسلمانان د اور کندې ته نږدې کوي.
پزشکیان زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت، د یو خپلواک، ځواکمن او پیاوړي عراق غوښتونکی دی او موږ تل له یوه آرام، امن او پرمختللي ګاونډي سره، د دوستانه او ورورګلوۍ اړیکو د پراختیا په لټه کې یو.
د ایران ولسمشر همدارنګه په دغه خبري کنفرانس کې، په سیمه کې بدلونونو ته کتنه وکړه او د دې په بیان سره چې په سیمه کې بدلونونه، د قاتل صهیونیسټي رژیم چې تل عامه وژنه کوي او د دغه رژیم د ملاتړو حکومتونو اصلي څېره چې د بشري حقونو ادعا کوي څرګنده کړې، وویل: په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه، د بشري حقونو په اړه د لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو موسسو، دروغ روښانه کوي.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني هم په دغه خبري کنفرانس کې له ایران سره د ملګرتیا د ۱۴ سندونو لاسلیکولو ته په اشارې سره، په عراق کې د ایراني انجینیري شرکتونو د شتون د زیاتېدا غوښتنه وکړه.
د عراق لومړي وزیر همدارنګه د ایران او عراق ترمنځ د امنیتي موافقې په اړه هم وویل، موږ په ځلونو ټینګار کړی چې د شخړو د پراختیا او د سیمې د هېوادونو د حاکمیت پرضد د نښتو مخالف یوو او اړینه ده چې نړیواله ټولنه پر خپلو قانوني او اخلاقي دندو او مسئولیتونو باندې عمل وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د عراق له خاورې څخه به د هېڅ هېواد په تېره بیا د ایران پرضد هېڅ خطرناک اقدام ونه شي.
د ایران ولسمشر عراق ته د خپل سفر په دوام کې نن د عراق کردستان سیمې ته لاړ.
د کردستان سیمې ته د پزشکیان له رسېدو وروسته، د عراق د کردستان له چارواکو سره د ایران د لوړ پوړي پلاوي ناسته جوړه شوه.
د عراق کردستان سیمې ته د مسعود پزشکیان سفر، دې سیمې ته د یوه ایراني ولسمشر لومړنی سفر ګڼل کېږي.