د ایران ولسمشر د ایران د ملت له حقونو څخه پر دفاع باندې ټینګار وکړ
(last modified Fri, 13 Sep 2024 01:35:43 GMT )
Sep 13, 2024 06:05 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د ایران د ملت له حقونو څخه پر دفاع باندې ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په اربیل کې د عراق د کردستان سیمې د ګوندونو له مشرانو سره په کتنه کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو حقونو د دفاع ترڅنګ، د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره د سولې او آرامۍ غوښتونکی دی.

د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر«مسعود پزشکیان» د پنجشنبې په ورځ د عراق په اربیل ښار کې د عراق د کردستان سیمې د ګوندونو د مشرانو په غونډه کې زیاته کړه: عدالت او انصاف یعنې دا چې د هېچا حقونه تر پښو لاندې نه شي او د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د سولې او آرامۍ غوښتونکي شو.

پزشکیان د دې په بیان سره چې که په غزې تړانګه کې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پر وژلو باندې لګول شوې پېسې، د نړۍ په مختلفو برخو کې په رغولو او پراختيا کې لګول شوې وای، نو يو زيات شمېر کسانو ته د ښه ژوند زمينه برابرېده، هغوی څرګنده کړه: یووالی، همغږي او متقابل درناوى، د بشري ټولنو د امنيت او سولې د ټينګښت او پياوړتيا رامنځته کوونکی دى.

پزشکیان د پنجشنبې په شپه په بغداد کې د عراق د شیعه تنظیمونو د هماهنګۍ د چوکاټ له غړو سره په کتنه کې، عراق ته د خپل سفر پیغام، د اسلامي هېوادونو د اتحاد او اتفاق اعلانول وبلل او ویې ویل که اسلامي هېوادونه سره متحد شي، امریکا، اروپا او صهیونیسټي رژیم به په آسانۍ سره جرئت ونه کړي چې پر مسلمانانو باندې بمباري وکړي او بیا په نړۍ کې په دوکې سره ادعا وکړي چې دوی د بشري حقونو او ډیموکراسۍ مدافعین دي.

ټیګونه