له تهران سره د مسکو دوه اړخیزې اړیکې ستراتېژیکې دي
(last modified Fri, 13 Sep 2024 01:38:37 GMT )
Sep 13, 2024 06:08 Asia/Kabul
  • له تهران سره د مسکو دوه اړخیزې اړیکې ستراتېژیکې دي

د روسيې ولسمشر د مسکو او تهران دوه اړخيزې اړيکې ستراتېژيکې او د پراختيا په حال کې وبللې.

د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سنټ پیټرزبورګ کې د بریکس د غړو هېوادونو د لوړ رتبه امنیتي چارواکو د غونډې په څنډه کې، د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له منشي علي اکبر احمدیان سره په کتنه کې، په ټولو برخو کې د تعلقاتو پراختیا ته په اشارې سره وویل: د تهران او مسکو اراده د ملګرتیاوو د پراختیا او ټینګېدو لپاره پیاوړې شوې او د دواړو هېوادونو اړیکې د ایران د رهبرۍ له هڅو سره، د پراختیا په حال کې دي.

د روسیې ولسمشر د اقتصاد، ساینس او ​​ټکنالوژۍ، تیلو او انرژۍ، ټرانسپورټ او د سوله ایزو اټومي ملګرتیاو په برخو کې د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیاو د زیاتېدو په یادولو سره وویل، دواړه هېوادونه د دوه اړخیزو اړیکو او د بریکس، شانګهای او یوریشیايي اتحادیې په ډول میکانیزمونو په بڼه پراخې ملګرتیاوې لري.

د روسیې ولسمشر د شمال-جنوب کرېډور پراختیا د روسیې او ایران له لومړیتوبونو څخه وبلله او ویې ویل: مسکو له تهران سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته هوډمن دی او مسکو ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر او د ستراتیژیکو تړونونو لاسلیک ته سترګې په لار دی.

احمديان هم د ايران د نوي حكومت پيل ته په اشارې سره وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر مسعود پزشکیان په حكومت كې به هم د ايران د اسلامي جمهوريت او روسيې د دوه اړخيزو اړيكو د پراختيا لاره دوام ومومي.

ټیګونه