ډونالډ ټرامپ له کاملا هیرس سره له بلې مناظرې کولو انکار وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ په ټول ټاکنو کښې د ډیموکراټ ګوند له کاندیدې میرمن کاملا هریس سره د بلې مناظرې له ترسره کولو انکار وکړ.
ډونالډ ټرامپ وویل چې زه به له کاملا هریس سره په بلې مناظرې کښې برخه وانخلم.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل چې ما یوه مناظره په جون میاشت کښې له اوسني ولسمشر جوبایډن سره کړي وه او دوهمه مناظره مو له کاملا هریس سره وکړه.
هغه وویل زه به نوره دریمه مناظره ونکړم.
بل خوا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیدې کاملا هریس له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره له مناظرې وروسته په څلوریشتو ساعتونو کښې څلور میلیونه او اویا لکه ډالره راغونډ کړي دي.
بل خبر دا چې د رویټرز خبري اژانس او د ایپسوس موسسې د ګډې نظر سنجې پایلې چې پرون خپرې شوي وویل چې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډڼ مرستیاله او د انتخاباتو کاندیده کاملا هریس له پخواني ولسمشر ټرامپ سره په مناظرې کښې بریالۍ شوي ده او ټرامپ ماتي خوړلي ده.
د رویټرز خبري اژانس او د ایپسوس موسسې په ګډې نظر سنجې کښې چې له خلکو سره یې کړي ده اکثره ګډون کونکو وویل زمونږ له نظره کاملا هریس د انتخاباتو په لومړۍ مناظرې کښې چې له ټرامپ سره یې کړي ده بریالۍ شوي ده.