ایران په افغانستان کښې د داعش ډلې ټروریسټي برید وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني چافي» د افغانستان په غور ولایت کښې د کربلا د زیارتوالو په هرکلي ویونکو کسانو باندې د داعش ترهګرې ډلې جنایتکارانه حمله وغندله.
هغه نن د افغانستان په غور ولایت کښې د کربلا د زیارتوالو په هرکلي کونکو کسانو باندې د داعش ترهګرې ډلې جنایتکارانه برید په کلکه وغاند او د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه او د ژوبلو کسانو لپاره یې له متعال خدای څخه د زر شفا دعا وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د مسوولو چارواکو له ترهګرۍ ضد اقداماتو د ملاتړ په ترڅ کښې د دغه جنایت د عاملانو د سزا کولو لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د دایکندي ولایت د سنګ تخت او د بندر ولسوالۍ په یوشمیر وسیدونکو باندې چې د کربلا د زیارتوالو هرکلي ته ورغلي و په غور ولایت کښې د څلورو کسانو لخوا چې په موټرسائیکلونو سپاره وو برید وشو او څوارلس بې ګناه هزاره غړي شهیدان شول.
داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې چې امریکا ، بریتانیا او ځینو عربو هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړي ده د دغه حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.