صهیونیسټي رژيم غزه د نړۍ په تر ټولو لويې هديرې بدله كړې ده
(last modified Wed, 25 Sep 2024 01:53:13 GMT )
Sep 25, 2024 06:23 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم غزه د نړۍ په تر ټولو لويې هديرې بدله كړې ده

د ترکیې ولسمشر په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا د نیوکې ترڅنګ اعلان وکړ چې نیواکګر رژیم د غزې تړانګه د نړۍ په ترټولو ستر قبرستان بدله کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۹مه غونډه کې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي نیواکګر رژیم  د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د جنایتکاره ډلې مخه باید په انساني اتحاد سره ونیول شي  او د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم ته د خپلو جرمونو سزا ورکړل شي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه، اسرائیلي رژیم تر ټولو لومړني بشري حقونه له پامه غورځولي او په غزې تړانګه کې نسل وژنه کوي او هغه څه چې په فلسطین کې روان دي، د امنیت شورا او د هغې د بنسټونو د له منځه تلو ثبوت دی.

رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره یو نړیوال میکانیزم جوړ کړي او په دې برخه کې د بیت المقدس په پلازمېنې سره د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول. لومړی شرط دی.

د ترکیې ولسمشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د صهیونیسټي رژیم تیریو ته په اشارې سره وویل، اوس د لبنان خلک د اسرائیلو له خوا په نښه کېږي.

ټیګونه