په لوېدیځه آسیا کې د جګړې د پراخېدو په اړه د ایران خبرداری
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د وضعیت څېړلو په ناسته کې، چې تېره شپه په بېړنۍ توګه ترسره شوه، ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د صهیونیسټي رژیم له خوا پر لبنان کې د ملکیانو د وژنې د مخنیوی لپاره خپله دنده ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن پنجشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وینا وکړه.
هغوی په دغه ناسته کې په خپلو خبرو کې، د صهیونیسټي رژیم لخوا په لبنان کې په قصدي توګه د ملکیانو په نښه کول وغندل او په لبنان کې یې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د دغه نړیوال سازمان د سمدستي او پرېکنده ځواب غوښتنه وکړه.
سید عباس عراقچي زیاته کړې: (که دا کار ونه شي، سیمه د یوې پراخې جګړې له ګواښ سره مخ ده. د اسرائیلي رژیم ملاتړي او فعالان، حقوقي او اخلاقي مسئولیت لري، مخکې له دې چې ناوخته شي، اقدام وکړي.)
عراقچي د دې په بیان سره چې د صهیونیسټي رژیم لپاره بشري حقونه او د انساني کرامت اصول مهم نه دي، ټینګار وکړ چې د غاصب رژیم جنایتونه باید بې ځوابه پاتې نشي. ځکه چې په دې صورت کې به، د دغه رژیم جنایتونه دوام ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي: (په غزه کې د جنګي جنایتونو او نسل وژنې په اړه د اسرائیلي رژیم د حساب ورکولو په برخه کې، د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امنیت شورا د بې کفایتۍ له امله، پر لبنان باندې پرلپسې یرغلونه زیات شوي دي، د پوځي تجهیزاتو برابرول او د امریکا له خوا پرلپسې سیاسي ملاتړ، اسرائیلي رژیم لاهم سپین سترګي کړی دی.)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تینګار وکړ چې اوس تر بل هر وخت زیات، اسرائیلي رژیم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو جدی ګواښ ګرځېدلی او دغه رژیم د ملګرو ملتونو د غړیتوب وړ نه دی.