د لبنان د حزب الله د قومندانانو ټرور اسرائیل په امن ځای نه بدلوي
Sep 29, 2024 06:02 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بیروت باندي د صهیونیسټ رژیم له وحشاینه حملو وروسته د فلسطین حماس غورځنګ خبرداری ورکړ دغه اقدامات اسرائیل د امن په ځاې نه بدلوي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي او د دغه غورځنګ ویاند باسم نعیم په بیروت باندې د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو او د لبنان د حزب الله د مشر او د ځینو نورو قومندانانو د ټرور په هکله خبرداری ورکړ دغه اقدامات نه د مقاومت ډلو د له مینځه تلو سبب کیږي او نه اسرائیل په امن ځاې بدلوي.
باسم نعیم وویل اسرائیل ممکنه ده چې په خپلو پوځي عملیاتو کښې تاکتیکي بریاوې لاس ته راوړي خو په جنګ کښې یې سټراتيژیک شکست خوړلی دی.