د شهید نصر الله وینه په باطل باندې د حق د بریالیتوب زیری دی
(last modified Mon, 30 Sep 2024 07:27:41 GMT )
Sep 30, 2024 11:57 Asia/Kabul
  • د شهید نصر الله وینه په باطل باندې د حق د بریالیتوب زیری دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د شهید سید حسن نصر الله وینه په باطل باندې د حق د بریالیتوب زیری وباله.

هغه په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل: سید حسن نصر الله چې دغه ویاړ یې ترلاسه کړ د اولني عربي سپاه قومندان ووسي چې صهیونیسټانو ته ماتي ورکوي، او هغه په خپلې کارنامې کښې د صهیونیسټي دښمن له منګولو څخه د لبنان د نیواکي ټاټوبو د بیرته ازادولو افتخار درلود.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دوام کښې دې ته په اشارې سره چې شهید سید نصر الله چې په تموز جنګ یعني په دوه زره شپږم میلادي کال کښې د لبنان د حزب الله او د اسرائیلو ترمینځ په درې دیرش ورځني جنګ کښې د لویدیځو هیوادونو د پوځي ټیکنالوژیو د ماتي د نه منلو اسطوره مسخره کړه وویل شهید سید حسن نصر الله قاهرانه دیرش کاله د صهیونیسټ شیطاني رژیم خوب په خپسکې بدل کړ.

هغه ډاګینه کړه سید حسن نصر الله د قدس په لاره کښې د شهادت افتخار ترلاسه کړ او په پریکنده توګه د هغه وینه به په باطل باندې د بریالیتوب زیری وي.

صهیونیسټ رژیم د فلسطین په غزې تړانګه کښې له کابو یو کال جنایتونو او جنګونو وروسته اوس د سپتمبر د میاشتې له درویشتمې نیټې څخه خپل جنایتونه لبنان ته پراخ کړي دي او په تر ټولو نوي جنایت کښې یې د سپتمبر د میاشتې په اوویشتمه یعني  په تیرې جمعې ورځ د بیروت په جنوب کښې په ضاحیه سیمې باندې بمباریو کښې یې د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله له خپلو نږدې ملګرو او مشهورو قومندانانو سره یوځاې شهید کړ.

 

ټیګونه