د لبنان د مقاومت غورځنګ اراده له هرې دسیسې پیاوړي ده
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف د صهیونیسټ رژیم لخوا د لبنان د حزب الله د مشر له شهیدولو وروسته وویل:
د دغه سترې بیلګې له لاسه ورکول کیدا سره سره مقاومت غورځنګ نه یوازې کمزوری کیږي نه بلکې په لا قوي او لا هوډمن ډول به خپلې لارې ته دوام ورکړي.
په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي ناصر ابوشریف په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم پرله پسې تیریو ته په اشارې سره وویل :هغه جنایتونه چې دغه غاصب رژیم یې ترسره کوي د لبنان د بې ثابته کولو او د مقاومت د کمزوري کولو لپاره د امریکا په کامل ملاتړ سره ترسره کیږي او امریکا په هغو ټولو جنایتونو کښې چې د لبنان د ملت پرضد ترسره کیږي اصلي شریکه ده.
ابو شریف د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله د شهادت په هکله وویل: بې شکه مقاومت د دوې د قومندانانو په ټرور سره کمزوری کیږي نه بلکې د مقاومت اراده له هرې دسیسې لا قوي ده او د صهیونیسټ رژيم تیري نشي کولای د لبنان ملت او مقاومت له خپلې لارې وغړوي.