په لومړي ځل د لبنان حزب ال... په نور توغندي سره پر اشغال شویو سیمو برید وکړ
د لبنان حزب ال... د لومړي ځل لپاره د «نور» په نوم خپل نوی توغندی پر صهیونیسټي رژیم د حملې لپاره استعمال کړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان حزب ال... د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د نیول شوي فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د کفرگلعادي ښارګوټی یې په توغندي سره ویشتلی دی.
په داسې حال کې چې صهیونیسټي رژیم د حزب ال.. د توغندویي ځواک د زیاتې برخې د ویجاړولو ادعا کوي، مقاومت اعلان کړی چې دغه ښارګوټی یې په نور لارښودي توغندي سره په نښه کړی دی.
ځینو سرچینو ویلي چې دغه توغندی بالسټیک دی.
له بلې خوا، د فلسطیني رسنیو سرچینو اعلان کړی چې لږترلږه څلور راکټونه د اشغال شوي ګولان په لوړو کې په د کیلع اډې په شاوخوا کې لګېدلي، خو تر دې وړاندې هېڅ د خطر زنګ نه دی غږېدلی.
د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۳مه) سهار وختي اسرائیلي پوځیانو د لبنان د سویلي سیمو پر مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل چې تر ننه دوام لري.