پزشکیان: ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې کلک ولاړ دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټی رژیم لومړی وزیر ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: ایران د هرډول ګواښ په مقابل کښې ټینګ ولاړ دی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، په X ټولنیزې شبکې کې لیکلی: د مشروع حقوقو پر اساس او د ایران او سیمې د سولې او امنیت په هدف سره، د صهیونیسټي رژیم تیریو ته پرېکنده ځواب ورکړل شو.
پزشکیان زیاته کړه: دا اقدام د ایران د ګټو اوښاریزو په دفاع کښې وو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: نتانیاهو باید پوه شی چې ایران جنګ غواړی نه دی، خو د هر ډول ګواښ په مقابل کې ټینګ ولاړ دی. دا زمونږ د قدرت یوازې یوه برخه ده او له ایران سره په جنګ ته مه داخلیږئ .
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامی جمهوریت د خپل حاکمیت د خلاف ورزۍ په مقابل کښې له یوه پړاوه زغم وروسته له ځانه د دفاع او دغه راز د شهیدانو اسماعیل هنیه، سید حسن نصر الله، تورنجنرال سید عباس نیلفروشان او د صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطین او د لبنان د ښځواو ماشومانو د قتل عام په وړاندی د ملګرو ملتو د منشور په اساس صهیونیسټ په خاورې په سلګونو بالسټیک توغندي وتوغول .