سپاه پاسداران: ۹۰ فیصده توغندي په نیواکي سیمو کې په هدفونو بریالیتوب سره لګیدلي دي
زمونږد خبریال د راپور له مخې د ایران د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د توغندیو ۹۰ فیصده په بریالیتوب سره په نیواکي سیمو لګیدلي دي .
سپاه نیوز ویلی دي د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په یوه خبرتیا کې راغلي دي د ایران د اسلامی جمهوریت د نورو وسله والو ځواکونو په مرسته د یا رسول الله په رمز د وعده صادق 2 عملیاتو په لړ کښې په نیواکي سیمو کښې دننه ستراتیژیک مرکزونه د ایران په جوړو شویو توغندیو سره په نښه شول.
دغه خبرتیا زياتوي: په دغو عملياتوکې ځينې هوايي او رادار اډې؛ د مقاومت د مشرانو په تېره بیا د شهید اسماعیل هنیه او د لبنان د حزب الله د مشر شهید سید حسن نصرالله او د سپاه پاسداران قوماندانانو په خلاف د ترهه ګرو دسیسو او پلانونو مرکزونه وویشتل شول.
د سپاه پاسداران په خبرتیاکې راغلي دي: سره له دې چې دغه سیمه د خورا پرمختللو او سترو دفاعي سیستمونو په وسیله ساتل کیدله ، ۹۰ فیصده توغندي په بریالیتوب سره په هدف لگیدلي دي او صهیونیسټ رژیم د اسلامي جمهوریت له استخباراتي او عملیاتي تسلط په ویره او وحشت کې پریوتلي دي .
داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک په دغه اعلاميه کښې تاکيد وکړ: دغه عمليات د روا حق په چوکاټ کښې او د نړيوالو قوانينو په اساس کښې ترسره شول او ددښمن هر ډول حماقت ته به غاښ ماتوونکی او پښمانه کونکې ځواب ورکړل شي.