د صهيونېسټ رژيم په ضد د ايران پوځي ځواب د لويديځې اسيا د سيمې د خلکو د خوشحالۍ سبب شول
د صهیونیسټ رژیم پر پوځي هدفونو د ایران د مشروع توغندیو برید چې د مقاومت د مشرانو له وژلو وروسته ترسره شو، د لویدیځې اسیا د سیمې په خلکو کښې د خوښۍ او هیلو څپې راوپارولې.
د ایرنا د خبر له مخې د لبنان خلکو د ایران له خوا ّه اسرائیلو د پراخو توغندیو د حملې په هکله په لارو کوڅو کښې د خوشحالۍ ډزې وکړې .
د غزې خلکو هم په اسراييلي رژيم د ايران د توغنديو له بريد وروسته په د خوشحالۍ جشن ولمانځله.
په مجازی فضا کښې په خپرو شویو انځورونو کښې د عراق او اردن خلک د صهیونیسټ رژیم په ضد د ایران له غبرګون سره په نڅا اوخوشحالۍ سره هرکلی وکړ
د سپاه پاسداران په خبرتیاکې راغلي دي: سره له دې چې دغه سیمه د خورا پرمختللو او سترو دفاعي سیستمونو په وسیله ساتل کیدله ، ۹۰ فیصده توغندي په بریالیتوب سره په هدف لگیدلي دي او صهیونیسټ رژیم د اسلامي جمهوریت له استخباراتي او عملیاتي تسلط په ویره او وحشت کې پریوتلي دي .