لبنان ته د عراقچي سفر شجاعانه و
(last modified Sat, 05 Oct 2024 09:18:39 GMT )
Oct 05, 2024 13:48 Asia/Kabul
  • لبنان ته د عراقچي سفر شجاعانه  و

په لبنان کښې د ایران سفیر وویل: لبنان ته د ایران د خارجه وزیر سید عباس عراقچی سفر یو زړور او پیاوړی سفر وو او په سیمه کښې به مهمې پایلې رامینځته کړي .

د ایرنا د خبر له مخې په لبنان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر مجتبی امانی چې څه موده مخکې د ترهګرې حملې له امله ژوبل شوی وو او اوس تر درملنې لاندې دی، په ایکس کښې په خپله شخصی پاڼه کښې لبنان ته د عراقچی سفر زړور او پیاوړی وباله. هغه وویل: ایران تل ښودلې چې په سختو حالاتو کې به د لبنان تر څنګ ولاړ وي.

اماني څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د سیمې برخلیک د امریکا او د صهیونیسټي رژیم له خوا بدل شي.

په لبنان کښې د ایران سفیر همدارنګ څرګنده کړه چې راتلونکی به د مقاومت د جبهې په مشرۍ د سیمې د هېوادونو له خوا ټاکل کیږی.

 

په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی، لبنان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سفر ځانګړی اهمیت لري. دغه سفر د سیمې په کړکیچن او حساسه فضا کې ترسره شو چې د بهرنۍ سیاست  د جوړښت او د ډګر او ډیپلوماسۍ تر منځ د ژورې اړیکې ښکارندویي کوي.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې بیروت ته رسیدلی چې صهیونیسټ رژیم د بیروت په هوايي ډګر کې د ایران د هرې الوتکې د ویشتلو ګواښ کړی و.

 

ټیګونه