د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو ستر بریدونه وکړل
(last modified Sun, 06 Oct 2024 00:10:06 GMT )
Oct 06, 2024 04:40 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو ستر بریدونه وکړل

مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ په صهیونیسټ پوځي صنایعو شرکت«اتا» باندې توغندي وویشتل.

د لبنان د حزب الله د اطلاع رسونې ادارې وویل په غزې کښې د فلسطین د پایداره ملت د ملاتړ کولو او د لبنان او د هغه د ملت د دفاع کولو او دغه راز په  اسلامي مقاومت جنګیالیو ، ملکي وګړو ، کلیو او ښارونو باندې د اسرائیلو وحشیانه حملو ته په  غبرګون کښې یې د « معالیه ګولاني »  کیمپ او د «سخنین» په خواو شا کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځي صنایعو په شرکت «اتا» باندې د څو توغندیو بریدونه کړي دي.

دغه راز د صهیونیسټ رژيم رسنیو ادعا وکړه چې له پرون سهار څخه له لبنان څخه په نیواکي ټاټوبو باندې څه د پاسه یوسل لس توغندي ویشتل شوي دي.

د اسرائیلو رسنیو وویل په «المطله» او «مسکاف عام» صهیونیسټ  میشته ښارګیو کښې د خبرداري سایرنونه وهل شوي او په دغو  سیمو کښې د چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د فلسطین د مقاومت ډلو لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیلیدا وروسته د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د سترې برخې په بوخت ساتلو   او په غزې کښې په مقاومت ډلو باندې د دباو د کمولو په هدف سره د نیواکي فلسطین دننه هره ورځ د صهیونیسټ رژیم د هدفونو پرضد بریدونه کوي.

د نیواکي فلسطین په شمال کښې د حزب الله د عملیاتو له پیلیدا راهسې په دغه سیمه کښې  ګڼ شمیر صهیونیسټ ښارګي میشته د خپلو کورونو پریښودلو ته مجبوره شوي دي.

 

ټیګونه