د اسرائیلو ډیرې خلک د مهاجرت کولو کوشش کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل د اسرائیلو څلورمه برخه نفوس له دغه رژیم څخه د وتلو په حال کښې دي یا د وتلو کوشش کوي.
کان خبري چینل وویل د اسرائیلو دغو ښاریزو وویل چې دوې له تیر میلادي کال څخه له اسرائیلو څخه د وتلو په فکر کښې دي.
په همدې لړ کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د شمیرنې مرکزي دفتر هم د تلې د میاشتې په دوهمه نیټه وویل د هغو صهیونیسټانو شمیر چې له نیواکي فلسطین څخه د وتلو فیصله یې کړي ده او بیرته اسرائیلو ته ستنیدا ته حاضر نه دي ډیر زیات شوی دی.
د طوفان الاقصی په عملیاتو سره چې د فلسطین د مقاومت ډلو لخوا وشول د فلسطین نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو د صهیونیسټانو د اپوټه مهاجرت زیاتیدل ثبت کړل ځکه چې د اسرائیلو رسنۍ د ګڼ شمیر صهیونیسټانو چې د غزې د جنګ په پیل راهسې یې له نیواکي فلسطین څخه تښته کړي ده خبره کوي.
د صهیونیسټ رژیم د شمیرنې دفتر هم اټکل کړی دی هغه جنګ چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد پیل شوی په روان کال کښې د صهیونیسټانو خارجیدل زیاتوي.