د اسرائیلو رژیم د بیروت په ضاحیه سیمې کښې بوږنونکی جنایت ترسره کړی
ایرنا خبري اژانس د «رای الیوم » ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د لبنان کیمیا پوهانو د یوه بوږنونکي جنایت خبر ورکړ چې صهیونیسټ رژيم د لبنان د پلازمینې بیروت په ضاحیه سیمه کښې په بمباریو کښې ترسره کړی.
د لبنان په جنوب په تیره بیا ضاحیه سیمه باندې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه بمبارې په داسې حال کښې دوام لري چې د لبنان کیمپاپوهانو په ضاحیه سیمې باندې حمله کښې له ممنوعه وسلو د صهیونیسټ رژیم د استفادې تریخ روایت بیان کړی دی.
د لبنان د کیمیا پوهانو اتحادیې د لبنان د جنوب په ضاحیه سیمې او نورو سیمو باندې د بمباریو له کبله د ګرد او د غبار په هکله له خبرداري ډکه بیانیه خپره کړه.
د لبنان د کیمیاپوهانو په بیانیې کښې ویل شوي دي چې ودانیو ته نفود او د لسګونو میټره ځمکې لاندې ودانیو تباه کول له کمزور یورانیم لرونکو بمونو څخه د کار اخیستلو ښودنه کوي کوم چې د پراخ نفوذ او د ورانۍ د رامینځته کولو توان لري او د بیروت په ګڼ نفوسه ښار کښې له دغو نړیوالو ممنوعه وسلو استفاده چې د زیاتې تباهۍ سبب کیږي او د دغو حملو له کبله ګرد او غبار د سا د اخیستلو په وخت د زیاتو ناروغیو د رامینځته کیدا سبب ګرځي.
د لبنان د کیمیاپوهانو اتحادیې له خلکو غوښتي دي له هغو سیمو چې له حملو سره مخامخ دي تر دوو کلومیټرو پورې ځانونه لیرې وساتي او هغه کسان چې دغو سیمو ته نږدې ورتلو ته مجبوره دي باید د ګرد وغبار ضد مخصوصې لباس وغوندي او د کیمیاوي موادو ځانګړي ماسکونه واچوي.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو په تیرو څو ساعتونو کښې اوه ځله د بیروت په محله الحدث کښې په السان تیریز او المیکانیک سیمه کښې د سونګو په مرکزونو او هستوګونو ودانیو باندې بمبارې کړي دي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ له تیرو څوارلسو ورځو راهسې د لبنان د پلازمینې د جنوب په سیمو باندې بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې په زرګونو کسان شهیدان او ژوبل وشي او د دغو سیمو ګڼ شمیر کسان بې کوره شوي هم دي.