صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکي دې له اسرائيلي پوځي مرکزونولیرې ووسي
(last modified Sat, 12 Oct 2024 09:21:51 GMT )
Oct 12, 2024 13:51 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکي دې له اسرائيلي پوځي مرکزونولیرې ووسي

د لبنان  اسلامی مقاومتي غورځنګ حزب ا... د نیواکي ټاټوبو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ، د صهیونیسټي رژيم له پورځي مرکزونو دې لیرې  ووسي.

د لبنان حزب ا... غورځنګ له پوځي مرکزونو څخه دلیرېکیدا لپاره صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو ته  په خبرداری ورکولو سره  ټينګار کړی دی ، تر څو چې  په لبنان او غزې کې اور بند ټینګ نشي، د نیواکي فلسطین دشمال ښارګوټي به  د دوي دتوغندیو  اوډرونز په شیشت کې وي.

د لبنان حزب ا... غورځنګ نن هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،  د صهیونیسټ رژیم پوځ د حیفا،طبریا او عکا په څير په سترو ښارونو کې د ښارګوټو اوسیدونکو  له کورونو څحه  د لبنان په ولس  او ددغه هیواد باندې د تیریو لپاره  دعملیاتي مرکزونو او اډو په توګه استفاده کوي. په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،اسرائيل نه دي توانیدلي ، هیڅ یوه مرکز او مورچل چې  د پرمختګ نیّت ئې درلود کنټرول کړي او په صهیونیسټ میشته ښارګوټو کې  یوازې  په رسندوئي او انځورونو اخستو باندې ئې بسنه کړې ده.

د لبنان  حزب ا... مبارز غورځنګ  همداراز  په؛رمیش ؛ کلي کې پوځي تاسیسات د توغندیو په شیشت کې راوستي او ډیر تاوانونه ئې ورآړولي دي.

دلبنان د حزب ا... مبارزانو  نو همداراز د طبریا په لویدیځ کې د شمالی سیمې یواصلی  صهیونیسټي پوځی مرکزنیمرا او ورسره د کرمئيل صهیونیسټ میشته ښارګوټي باندې د توغندیو  غوره  جوړه کړې ده .

 

ټیګونه