سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د تاوتریخوالي رامینځته کونکو اقداماتو سره مقابله او له مقاومت څخه ملاتړ د ایران سټراتيژۍ:-
(last modified Sun, 13 Oct 2024 07:45:51 GMT )
Oct 13, 2024 12:15 Asia/Kabul
  • سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د تاوتریخوالي رامینځته کونکو اقداماتو سره مقابله او له مقاومت څخه ملاتړ د ایران سټراتيژۍ:-

د ایران د اسلامي جمهوریت همیشنۍ سټراټيژۍ په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د کړکیچونو او د جنګونو له رامینځته کولو سره د مقابلې په هدف سره د مقاومت ډلو ملاتړ کول دي.

د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د خپلو اصولي سیاستونو په دوام کښې د صهیونیسټ رژیم له کړکیچونو او د  جنګونو له رامینځته کولو سره د مقابلې په هدف سره د مقاومت د جبهې ملاتړ ته دوام ورکوي.

د مقاومت ډلو ملاتړ کول او د صهیونیسټ رژيم او د امریکا په سپینې ماڼۍ کښې د اسرائیلو د ملاتړو له  جنایتکارانه او ظالمانه اقداماتو سره مقابله کول په سیمه کښې د ایران د کړچارونو او د سیاستونو نه جلا کیدونکي برخه ګڼل کیږي.

د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د طوفان الاقصی د عملیاتو په پیلیدا سره د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو همیشنیو سیاستونو په دوام کښې له مقاومت ډلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ او د اسلامي دنیا د وحدت لپاره د فلسطین د خلکو د ایډیالونو د ملاتړ لپاره د ډیپلوماسۍ ډګر او میدان ته ورننوت.

د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو کړچار د سټراټيژیک او د ډیپلوماټیک ملاتړ په ترڅ کښې په ډګر او میدان کښې شتون هم دی او په حقیقت کښې د ایران د خارجي سیاست دوې(۲) ستني په وروستیو ورځو کښې د صهیونیسټ رژيم او په سیمه کښې د هغه د اصلي ملاتړي یعني د امریکا د حکومت د تاوتریخوالو د رامینځته کولو او د ګواښونو په مقابل کې په یووخت له پوهې او میړنتوب څخه ډک ترکیب دی.

د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه او د غیر انساني  حملو په اوج کښې بیروت ته ورغلل چې د لبنان له خلکو او د مقاومت له جبهې څخه د ښکاره او د هراړخیزه ملاتړ په ترڅ کښې صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړي چې ایران به هیڅکله د مقاومت له جبهې خپل ملاتړ ختم نکړي او تهران  دغه راز چمتو دی چې د جنګونو د رامینځته کولو د دوام په بڼه کښې ناجایز اسرائیلو رژيم د ایران له جدي او اغیزشیندونکي غبرګون سره مخامخ شي.

د ایران د ډيپلوماسۍ اصلي چورلیز د عملي کړچار تعقیبول او د فلسطین او د لبنان د ملاتړ لپاره په ډګر کښې شتون دی ، په لبنان او فلسطین د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې روانې دي او د صهیونیسټانو د جنګونو د رامینځته کولو په نتیجه کښې په زرګونو انسانان شهیدان شوي او ډیر کسان  بې  کوره شوي هم دي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په بیروت کښې ټینګار وکړ: د لبنان له خلکو او د څه د پاسه لس لکه نورو کسانو سره د مرستې لپاره چې بې کوره شوي دي او دغه راز د اسرائیلو د بمباریو له کبله له تاواني شوي خلکو سره د مرستو په هکله مو د لبنان له چارواکو سره خبرې کړي دي او د لبنان د حکومت د مرستې په بڼه کښې چمتو یوو د دغه چارې لپاره یو هوايي کوریډور جوړ کړو.

د سیمې په اوسنیو شرایطو کښې او د صهیونیسټ رژیم د تاوتریخوالو د رامینځته کولو دوام ته په پام سره چې هغه موضوع چې کولای شي د فلسطین او د لبنان له خلکو د ملاتړ او د مقاومت د جبهې د پیاوړي کولو لپاره اغیز شیندونکی رول ولوبوي د اسلامي دنیا او البته له ټولو مهم د سیمې د مسلمانانو هیوادونو اتحاد او پیوستون دی چې د فلسطین او د لبنان له خلکو سره د عمومي افکارو په پراخې ملګرتیا سره به د صهیونیسټ رژيم د ورځ تر بلې د زیات څنګ ته کیدا لپاره یو ټاکونکی رول ولري.

د سیمې هیوادونه به هم په ملګرتیا او ګډ کار سره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تاوتریخوالي رامینځته کونکو اقداماتو او سیاستونو سره د مقابلې وس ولري او دغه کړچار به یوازې په وحدت باندې تکیې کولو او په پردیو هیوادونو باندې له اړوندوالي په لیرې کیدا سره محقق شي.

ایران د سیمې د بدلونونو د اصلي لوبغاړي په توګه تل د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د نړیوالې ټولنې د  نظر د جلبولو او په توجه کولو کښې اغیز شیندونکی رول لرلی دی او د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته دغه بهیر ډیر ګړندی او پراخ شوی.

نړیواله ټولنه نن سبا د ایران د ډيپلوماټیکو هڅو په نتیجه کښې نشي کولای د فلسطین او د لبنان شرایطو ته بې توجه ووسي چې دا د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې په انساني او  اخلاقي اصولو باندې د ټینګار او د دوام نتیجه ده.

 

ټیګونه