د فرانسې حکومت د اسرائیلو رژیم سفیر خارجه وزارت ته ورغوښتی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154040-د_فرانسې_حکومت_د_اسرائیلو_رژیم_سفیر_خارجه_وزارت_ته_ورغوښتی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې په نیواکي قدس کښې د خپل هیواد د خارجه وزیر په ساتونکو باندې له حملې وروسته په پاریس کښې د اسرائیلو سفیر احضار کړ.
(last modified 2024-11-08T04:11:02+00:00 )
Nov 08, 2024 08:35 Asia/Kabul
  • د فرانسې حکومت د اسرائیلو رژیم سفیر خارجه وزارت ته ورغوښتی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې په نیواکي قدس کښې د خپل هیواد د خارجه وزیر په ساتونکو باندې له حملې وروسته په پاریس کښې د اسرائیلو سفیر احضار کړ.

د صهیونیسټ رژيم پولیسو پرون د نیواکي قدس په «کوه زیتون» سیمه کښې د فرانسې د خارجه وزیر ژان نوئل بارو»( Jean-Noel Barrot) په دوو ساتونکو باندې حملې سره هغه ونیول او وروسته یې خوشي کړل.

د فرانسې خارجه وزارت د اسرائیلو د پولیسو د اقدام په نه منلو وړ بللو سره وویل چې په نیواکي قدس کښې په «کوه زیتون» سیمه کښې د فرانسې حکومت ته اړونده کلیسا ته د اسرائیلو د پولیسو په وسله وال ډول او له اجازې پرته ننوتلو باندې یې اعتراض کښې په پاریس کښې د صهیونیسټ رژيم سفیر احضار کړی.

په همدې ارتباط د فرانسې خارجه وزیر ټینګار وکړ په کوه زیتون سیمه کښې د فرانسې حکومت ته په یوې اړونده کلیسا کښې د اسرائیلي ځواکونو د شتون په خاطر زه دغه کلیسای ته ورتلو ته حاضر نشوم.

د فرانسې خارجه وزیر ژان نوئل بارو په تیرې چهارشنبې ورځ نیواکي فلسطین ته تللی و.

دغه سفر په تیرو څو اونیو کښې د فرانسې او د اسرائیلو د اړیکو د خړپړیدا په شرایطو او د ولسمشر امانوئل مکرون له څرګندونو وروسته ترسره شوی چې هغه پکښې په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ په جنګ کښې د استفادې وړ وسلو د خرڅولو د کار د بندیدا غوښتنه کړي وه.

د فلسطین په غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په حملو او بمباریو کښې تراوسه څه د پاسه درې څلویښت زره څلور سوه نهه شپیته بې ګناه خلک شهیدان شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.