د نتانیاهو د اوسېدنې پر سیمې د ډرون الوتکې برید
(last modified Fri, 15 Nov 2024 10:56:56 GMT )
Nov 15, 2024 15:26 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو د اوسېدنې پر سیمې د ډرون الوتکې برید

د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ اسرائیلي رسنیو اعلان کړی چې تېره شپه په حیفا او تل ابیب کې په قیصریه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اوسېدو له سیمې څخه د چاودنې غوږ اورېدل شوی دی.

صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ چې دغه چاودنه د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله شوې ده.

د دغه خبر له مخې، دا د نتانیاهو د اوسېدنې پر سیمې د بې پیلوټه الوتکو څووم برید دی.

اسرائیلي رسنیو هم د تېرې دوشنبې په شپه راپور ورکړ چې نتانیاهو په دې ورځو کې د ډرون الوتکو د بریدونو له وېرې، د خپل دفتر لاندې په یوه خوندي خونه کې کار کوي.

صهیونیسټي رسنیو د تلې په ۲۸مه هم د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې له خوا د نتانیاهو کور په نښه کولو خبر ورکړ او وویل چې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر کور ته نږدې ګڼ شمېر امبولانسونه او د پولیسو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د لبنان د حزب الله بې پیلوټه الوتکې له لورې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر په کور له حملې څو ورځې وروسته، د دغه رژیم رسنیو اعتراف وکړ چې دغه ډرون الوتکه د هغه د خوب خونې ته رسېدلې وه.

تر دې برید وروسته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفتر د امنیت څانګې د لړم په ۷ مه د یوه بیړني لیک په لیکلو سره د نتانیاهو په کور کې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو لپاره د ۲ میلیونه شیکلو (شاوخوا ۵۲۸ زره ډالرو) په ارزښت د اضافي بودیجې غوښتنه وکړه.