ایران فعلا له امریکا سره د خبرواترو هیڅ  نیّت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154920
 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  ووئیل اسلامی ایران  فعلا د امریکا له حکومت سره  د خبرواتر هیڅ نیّت نه لري.
(last modified 2024-12-04T12:08:31+00:00 )
Dec 04, 2024 06:13 Asia/Kabul
  • ایران فعلا له امریکا سره د خبرواترو هیڅ  نیّت نه لري

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  ووئیل اسلامی ایران  فعلا د امریکا له حکومت سره  د خبرواتر هیڅ نیّت نه لري.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي  له العربی الجدید سره به  خبرو کې  د ایران   دایټمی پروګرام په باب د ایټمی خبرواترو دوسیې ته په ا شارې سره ووئيل،د ایټمی دوسیې په باب له اروپا سره د خبرواترو  په باب دبدبینه کیدا لباره ډیر دلیلونه  شته دي، ددې په ترڅ کې چې  دمګړئ  تهران  له واشنګټن سره د خبرواترو نیّت نه لری؛ځکه چې  ددغه شان خبرواترو لپاره هیڅ  اساس نشته.

د ایران خارجه وزیر په دوام کې په سورئې کې  د حالاتو د آرامولو او  په دې باب د دایمی حل  دلارې د رامینځةکولو او دعمل د نوښت د وړاندې کولو لپار  دیوه فرصت  درامینځةکولو لپاره د ایران  هلوځلو ته په اشارې ووئيل په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو د فعالیت پراختیا  ممکنه ده له ایرانه لازیات  دعراق، اردن او ترکیې په څير د سورئې ګاونډيو هیوادونو ته تاوان ورسوي. عراقچي  د سورئې او ترکیې  داړیکو دبیرته پیلیدا د دورسیې په باب  هم ټينګار وکړ،د ترکیې  او سورئې د ولسمشرانو  د کتنې د  وارمخکې شرط په توګه  ددغه هیواد  له خاورې د ترکیې دعسکرو د وتلو  لپاره د سورئې دحکومت شرط، منطقي دی. هغه زیاته کړې ده ،که د سورئې حکومت  له ایرانه وغواړي ،  دغه هیواد ته ځواک ولیږي ، نو په دغې غوښتې به غور او ارزونه وشي، ددې په ترڅ کې چې  ایران  په عربو هیوادونو کې د مقاومتي ډلو  نه قومانداني  په غاړه لري او نه  هم  له دوي سره کومې تشکیلاتي اړیکې ، بلکې  د دوي له آرمانونو څخه ملاتړ او  د ضرورت په بڼه کې ورسره مرستې کوي.