عراقچي: بشارالاسد زمونږ د سپارښتنو له اوریدو ډډه وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سوریې کښې بدلونونه له دوو زاویو وڅیړل
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د مصر له «الغد» شبکې سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې په سوریې کښې پربدلونونه له دوو زاویو څیړل کیږی، وویل: یو. زاویه د سیمې لپاره د امریکا او اسرائیلي رژیم لویه پروژه ده او هر څوک چی له دې پرته بل فکر وکړي ، تېروتنه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې امریکا او اسرائیلي رژیم د سیمې د ټولو هیوادونو د کمزوري کولو په لټه کښې دي او زیاته یې کړه چې د امریکې او اسرائیلو محور د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د هر ډول مقاومت د له مینځه وړلو په لټه کښې دي.
د عراقچي په وینا دا پروژه په داسې حال کې تعقیبیږي چې د مقاومت محور د اسرائیلي رژیم پر ضد پراخ او سخت بریدونه کړي دي.
عراقچي زیاته کړه: د سوریې د بدلونونو دوهمه زاویه له خپلو خلکو او مخالفینو سره د سوریې د حکومت تعامل دی. د ایران اسلامی جمهوریت له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف سره د سوریې د حکومت په غوښتنه په دغه هیواد کښې شتون درلود او هیڅکله یې له خلکو او مخالفانو سره د حکومت په ارتباط او تعامل کښې لاسوهنه ونه کړه.
په همدې حال کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: مونږ بشار الاسد ته ډیرې سپارښتنې وکړې او هغه یې له اوریدو ډډه وکړه، مونږ هغه ته په ادلب کښې د مخالفانو د خوځښت په هکله خبرداری ورکړ او د سوریې حکومت خپلواکه پریکړه وکړه.