ایران په جرمني کې  تاؤتریخجن اقدام په سخته محکوم کړ
(last modified Sun, 22 Dec 2024 01:34:29 GMT )
Dec 22, 2024 06:04 Asia/Kabul
  • ایران په جرمني کې  تاؤتریخجن اقدام په سخته محکوم کړ

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  د جرمني په ماګدبرګ ښار کې  په ګاډي سره  تاؤتریخجنه حمله په سخته محکومه کړه.

زمونږخبریال راپور راکوي،  د ایران د خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي د جرمني په ماګدبرګ ښار کې  په یوه بازار باندې په ګاډي سره  تاؤتریخجنه  حمله چې  د یوشمیر جرمني ښاریزو د مرګ ژوبلو سبب شوې محکومه کړه.

بقائی  د جرمني د قربانیانو له کورنیو او خلکو سره  دخواخوږئ  او تسلیّت  په وئيلو سره  د ټپیانو لپاره د سلامتیاهیله کړې  او وئیلي ئې دي ترهه ګر او ترهه ګري  او افراط پالنه چې ددنیا په هرځاي کې وي محکومه ده او باید د مخنیوی لپاره ئې درسته نړۍ لاس په کار شي،که نه نو ، د هر چا لمن په راګیره کړي.

په راپور کې وئیل شوي دي  د جرمني  په ختیځ کې په مګدبرګ ښار کې په ګاډي سره د یو شمیر ښاریزو د لاندې کولو دعملیاتو عامل یو عربستاني ښاریز  او ډاکټر دی  چې په ۲۰۰۶ کال کې جرمني ته وارد شوی  دی. په دغې پيښې کې  کابو دولس کسان  وژل شوي او یو شمیر نوره هم ټپيان شوي دي.