د رهبرۍ لیدتوګې( د شهید قاسم سلیماني د شهادت کلیزه او د خلکو ولوله)
د تهران دپښتوخپرونې خوږومینه والوپه دې شیبوکې د ؛لمر په حضور کې ؛نومې لړۍ په دوام کې د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت د رهبرۍ دلیدتوګو په اړه درسره غږیږو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
د زړونو د سردار شهید سردار قاسم سلیماني د شهادت د پنځم تلین په مناسبت د کرمان د شهیدانو یوشمیر کورنئ، د لبنان تاوان موندونکي او د شهید قاسم سلیماني کورنۍ په امام خمیني امامباړې کې حاضر شول څو د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د شهیدانو کورنۍ خپل عشق او لیوالتیا اعلان کړي. داسې کورنۍ چې تل ئې د اسلامی انقلاب دحریم دفاع کړې ده، او دښمن ته ئې ښودلې ده چې د امام حسین د مکتب پیروکار دي . یو داسې مکتب چې په هغه کې ایماندار او مخلص مجاهدین د شهادت وړ کیږي، او ابدي عزت مومي. هماغه شان چې دزړونو سردار قاسم سلیماني وئیلي دي؛د مونږ ملت د امام حسین ملت دی او په دغه مکتب کې شهادت ابدي او تل پاتې عزت دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغې کتنې کې پخپلې وینا کې د شهیدانو د کورنیو په ټول کې شتون د نورانیّت او اخلاص او شهادت په ټول کې شتون وباله او او شهید قاسم سلیماني ئې یو داسې قدرمن شهید وباله چې د هغه د شهادت په کلیزې کې ډیر زیارتوال حتی له مختلفو هیوادونو څخه د هغه پر مزار حاضریږي. د اسلامی انقلاب لارښود د شهید قاسم سلیماني عزت د هغه د بې مخینې اخلاص او ایمان نتیجه وبلله او وې فرمائيل؛ کله دخدای لپاره کار کوئ،نو خداي تعالی هم داسې ځواب درکوي.[البته] دا په دنیا کې دی: اوس د الهی نعمت او الهي رحمت په دنیا کې د هغه ځائيګي دم ونږ لپاره د تصوَر وړ هم نه دي، خو د هغه دنیوي جایزه دا ده چې ئې ګورئ ، په لسګونو زره کسان خي د هغه بزرګوار د مرقد زیارت وي. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ، عزت هماغه ډول چې قرآن کریم بیان کړی دی ، دخدای تعالی له خوا یوه چاره ده،البته منافقان دعزت دترلاسه کولو لپاره نور پسې ورځي او له هغوي عزت غواړي،په داسې حال کې چې قرآن کریم فرمائيلي دي؛اَ یَبتَغونَ عِندَهُمُ العِزَّة؛فَاِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمیعاً / آیا عزت او قدرت له کافرانو غواړي؟ سره له دې چې ټول عزتونه له خداي لره دي(نساء سوره-139).
د رهبرۍ ستر مقام پخپلې وینا کې ټينګار کړی ، که په عزت پسې یوو،نو باید یقین ولرو چې خداوندمتعال دعزت سرچینه ده:: سردار سلیماني په مخلصانه مجاهدت سره د خداي په لاره کې نړیوال عزت وموند اواوس حتی د هغه دښمنان هم ددغه لوي او قدرمن شهید پوهه، عظمت، شجاعت اولویوالي باندې سترګې نشي پټولی . یو داسې مجاهد چې د اتیایمې لسیزې راهسې او هغه مهال چې په سمیې کې ئې د امریکاپوخي شرارتونه ولیدل ، نو میدان ته وارد شو او وې ښودله چې په ځان له سر له خپل هیواد او سیمې څخه د امریکا دباؤنه لیرې کولی شي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې مقاومتي جبهې په بریالیتوبونو کې د سردار سلیماني اغیزشیندونکي او مهمو هڅو ته اشاره وکړه . له داعش سره مبارزه چې یوه ځیږه ،تاؤتریخجنه او وینې بهونکې ډله وه ،او په سیمې کې د دوي ناکامي د حاج قاسم سلیماني نوره سټراټژيک او پوځي شاهکارونه وو. دغه ډله چې د امریکایانو په جوتو څرګندونو سره ، د دوي جوړه او پنځول شوې ډله وه، له سپیر او بې شرمه ماتې سره مخ شوه او یوه بله څپيړه وه چې قاسم سلیماني د امریکایانو په مخ ورکړه . د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې باب توضیح ورکړه، هرچرته چې واردید، هغه په عراق کې و، که په سورئې او که په لبنان کې ، دهغه ځاي خپل ځواکونه ئې چې کار کولو ته تیار و،، سره غونډول . هو! په عراق کې مثلا مرجعیّت فتوا ورکړه چې خلک او ځوانان باید راپورته شي او دداعش په مقابل کې ودریږي؛ نو په زرګونو ځوانان راپورته شول ، البته په زرګونو ځوانان له منظمیدا پرته ، له وسلو پرته ، له زده کړې او روزنې پرته ،څه کار کولی شي؟نو چا دغه ټول منظم کړل؟،چا دوي ته وسله ورکړه؟ چا دوي ته لنډ مهاله زده کړې ورکړې ؟ شهید سلیماني د ابومهدي المهندس په شان د خپلو عراقي دوستانو په ملګرتیا سره چې یو ډیر ارزښتمند او لوی انسان ؤ او نور کسان چې الحمد ا... ځینی اوس هم ژوندي دي، دغه کار ئې وکړ او ترټولو اغیزشیندونکي شخصیّت شهید قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس وو. البته عراقي ځوانان په دغې قضیې کې د حقیقي کلمې په معنا سره وځلیدل ،خو حیاتي رول د شهید سلیماني رول ؤ. که هغه نه وائ،نو بیا داسې نه شول کیدلی. په یوې هغې سیمه ایزې مهمې پيښې کې چې د سیمې ثبات او حیات له هغه سره تړلی ؤ،د عمل په نوښت سره،په شهامت سره ، په قدرت سره داسې میدان ته وارد شو او سر ئې په تَلی کیښود. د اسلامی انقلاب په نظر کې کې شهید سلیماني د ایران له پولو څخه په بهر کې مجاهد ځواک په منظمولو سره دمقاومت د جبهې دپیاوړتیا او ددغې جبهې د احیاء لپاره کوټلي فعالیتونه وکړل.
د اسلامي انقلاب سترلارښود همداشان د سردار قاسم سلیمان د ځینو شخصیتي او کرداري ځانګړتیاؤ په بیانولو سره وویل: باید له دې ځانګړتیاؤ په زده کړې سره، د مکتبِ سلیماني د اصلي هدف یعنې د اسلام او قرآن د تحقق په لاره تګ وشي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې ، په سورئې کې پرله پسې د امریکايي اډو جوړیدو ته په اشارې سره وویل: تیري ګر باید د یو ولس له خاورې ووځي،کنه نو وبه ایستل شي، په دې وجه به امریکائي اډې هم د سورئې د ځوانانو تر پښو لاندې چخڼي شي.
دوي په سوریې کې د نیواکګرو د شتون دوام ناممکن وباله او ویې ویل: سوریه د دغه هیواد د خلکو ده او د سوریې په خاورې باندې تیري کونکي به بیشکه یوه ورځ د سوریې د غیرتي ځوانانو د قدرت په وړاندې شاتګ ته مجبور شي.

امام خامنه اي همداشان زر یا پس په نیواکګرو باندې د سوریې د ولس په بریا او د یمن، فلسطین او لبنان د مقاومت په دوام باندې په ټینګار سره وفرمایل: لبنان د مقاومت سمبول دی او که څه هم ژوبل شوی دی خو ټیټ شوی نه دی او آخر به بریالی شي، همهغه شان چې یمن هم د مقاومت نښه ده او کامیاب به شي او ان شاءالله چې تیري ګر دښمنان او په سر کې یې طمّاع او جنایتکاره امریکا به مجبوره شي چې د سیمې له خلکو لاس واخلي او په ذلت سره له سیمې ووځي.
امام خامنه اي بیا د حریم د مدافع شهیدانو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: که دغه پاکې وینې نه وې نو نن به نه حریم او نه حرم او نه به نور مقدس زیارتونه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په افغانستان او عراق کې د امریکې له شرارتونو سره د مبارزې په میدان کې د ۸۰ لسیزې له اوایلو څخه د حاج قاسم شتون ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دغو دواړو هیوادونو له نیواکه د امریکې اصلي هدف، ایران و خو هغه شریف او صادق انسان د امریکې له ظاهرې دبدبې له ویریدو پرته میدان ته ورودانګل او آځر هغه نیواکګرۍ د امریکې په ماتې او د هغې سترې دسیسې په شنډیدو تمامې شوې.
= دوستانو د دغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته ورسید ، نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپاروو، تل آباد خوشال او دسلامتیا په جامو پټ او تندروست ووسئ.
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************