جرمني باید تجهیزات اوکراین ته نه بلکې امریکا ته واستوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» اوکراین ته د «ار سي ایچ یوسل پینځه پنځوس کلاس» جرمني هویټزرونو د استولو په هکله وویل ښه خبره دا ده چې دغه تجهیزات له اور سره د مقابلې لپاره امریکا ته ورکړي.
هغې وویل ښه خبره دا هه چې جرمني د ار سي ایچ یوسل پینځه پنځوس ډوله کلاس هویټزر» تجهیزات اوکراین ته د استولو پرځاې واشنګټن ته ورکړي چې په وسیله یې وکولای شي په امریکا کښې اور ووژني ځکه چې امریکا یوازې په دې خبرې پوهیږي چې اور څرنګه بل کړي خو په دې خبرې نه پوهیږي چې اور څرنګه مړ کړي.
د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس سیمه کښې سخت اور تراوسه کابو څلرویشت کسان وژلي دي او یولک کسان یې له خپلو کورونو کډوال کړي او له دولسو زرو څخه زیاتې ودانې او کورونه یې په کامل ډول تباه کړي او د سانفرانسیسکو ستره سیمه یې هم سوځولي ده.
په لاس انجلس کښې د اور له کبله تراوسه ډیر کسان بې درکه شوي هم دي.
د اور د لګیدا علت تراوسه نه دی معلوم خو اټکل کیږي چې دغه اور د امریکا په تاریخ کښې تر ټولو زیات لګښت لرونکی دی.
امریکا چې تل په نورو هیوادونو کښې جنګونه رامینځته کوي او قانوني حکومتونه نسکوروي په خپل هیواد کښې د اور په مړ کولو کښې په کامل ډول ناکامه شوي ده.