عراقچي وویل ایران د این پی ټی یو ژمن غړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157040-عراقچي_وویل_ایران_د_این_پی_ټی_یو_ژمن_غړی_دی
ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د ایران له ولسمشر سره د لیدنې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې ایران اټومي وسلې نشي لرلی؛ زه خبرو ته چمتو یم.
(last modified 2025-02-05T07:07:39+00:00 )
Feb 05, 2025 11:33 Asia/Kabul
  • عراقچي وویل ایران د این پی ټی یو ژمن غړی دی

ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د ایران له ولسمشر سره د لیدنې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې ایران اټومي وسلې نشي لرلی؛ زه خبرو ته چمتو یم.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  نن سهار په واشنګټن کې د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې، مختلفو ادارو ته امر وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې دزیات نه زیات  فشار یوه سخته پالیسي پلي کړي.

ټرمپ همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د ایران پرضد زیاتو بندیزونو لګولو ته اړتیا نه شي او دواړه خواوې یوې موافقې ته ورسیږي.

ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د ایران له ولسمشر سره د لیدنې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې ایران اټومي وسلې نشي لرلی؛ زه خبرو ته چمتو یم.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: "که اصلي مسله دا وي چې د ایران اسلامي جمهوریت اټومي وسلې نه تعقیبوي، نو دا د لاسته راوړلو وړ ده، ځکه چې ایران د NPT یو ژمن غړی دی او په دې اړه یې دریځونه په بشپړه توګه روښانه دي، او د اسلامي انقلاب د رهبر له خوا یوه فتوا هم شتون لري چې د هرچا لپاره دنده روښانه کوي."