امریکا، اسرائیلو ته د اوه میلیارډو ډالرو په اندازه وسلې ورکوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا خارجه وزارت د ولسي جرګې کانګرس له اجازې پرته په اسرائیلو باندې د اوو میلیارډو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو اعلان کړی دی.
د امریکا لخوا په اسرائیلو باندې په خرڅونکو وسلو کښې په زرګونو هیل فایر توغندي او بمونه هم شامل دي.
د امریکا رسنیو وویل چې د وسلو د خرڅولو دغه اعلان د امریکا له ولسمشر ټرامپ او نورو چارواکو سره د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو له کتنې وروسته شوی دی.
د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن په خپل حکومت کښې په اسرائیلو باندې د شل میلیارډه ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو اجازه ورکړي وه.
باید ووایو چې د امریکا خارجه وزارت په خپل راپور کښې ویلي دي چې په سیمه کښې د روسیې او د اوکراین او د غزې د جنګ په وجه د امریکا د وسلو په خرڅون کښې د پام وړ زیاتوالی راغلی و.
امریکا له بریتانیا، فرانسې ، جرمني ، کاناډا او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اسرائیلو د ظالم او د نیواکګر رژیم ستره ملاتړي ده او دغه رژیم سره هرډول پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې کوي.