د اسرائیلو لومړی وزیر د خبرواترو د ناکامولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو معاریو ورځپاڼې ایشوا کړه چې لومړي وزیر نتانیاهو ته نږدې کس« ګال هیرش» د یوه مرکچي پلاوي په مشرئ قطر ته ورغلی او دغه موضوع د اسرائیلو د استخباراتي ادارې غصه ځان پسې لرلي ده.
د اسرائیلو مرکچي پلاوی چې د جاسوسۍ ادارې موساد ، د داخلي امنیت ادارې شاباک او د استخباراتي موسسې موساد د ځانګړیو عملیاتو او د اطلاعاتو د ادارې له چارواکو جوړ دید صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر په دفتر کښې د بې درکه شویو خلکو او د جنګي بندیانو د چارو د غږملونکي ګال هیرش په مشرۍ له هیڅ واک لرلو پرته پرون د دوهم پړاو د خبرو اترو د دوام لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته ورغی.
معاریو ورځپاڼې زیاته کړه د صهیونیسټ رژیم ځینې امنیتي چارواکي وايي په دغه پلاوي کښې د ګال هیرش د شتون هدف د دې ښودنه کوي چې د نتانیاهو حکومت غواړي د اوربند د خبرو اترو د دوهم پړاو په موضوع سره د دوحې په خبرو کښې د خبرو اترو په بهیر کښې د خنډ د رامینځته کولو او د خبرو اترو د پیچلي کولو لپاره د مرکچي پلاوي د پیوستون په هکله اطمینان ترلاسه کړي.
ویل کیږي د اسرائیلو امنیتي ارګانونه په دې خبرې چې سیاسي چارواکي هغوې ته د خبرو اترو د دوام اجازه نه ورکوي غصه دي.
نښې نښانې ښودنه کوي چې د صهیونیسټ رژیم سیاسي جوړښت او حکومت د نتانیاهو په مشرۍ په واک کښې د پاتې کیدا لپاره د جنګ له دوام او یا د اوربند د دوهم پړاو د خبرو اترو له ماتي سره مخامخ کولو پرته بله لاره نلري او د ګال هیرش انتخاب د خبرو اترو له ماتي سره د مخامخ کولو لپاره د نتانیاهو کمزوری چلول دی.
نتانیاهو له دغه چلول څخه په مخکنیو خبرو کښې هم په ځلونو کار اخیستی و.
دغه راز د فلسطین حماس غورځنګ هم په یوې بیانیې کښې د بندیانو د تبادلې د پینځم پړاو اجرا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دغه پیښه د فلسطین د ملت او د مقاومت د برتر لاس ښودنه کوي.
حماس غورځنګ وویل القسام غونډ پرون د صهیونیسټ رژيم یو شمیر بندیان د صهیونسیټ رژیم له زندانونو څخه د یوشمیر فلسطیني بندیانو د خوشي کیدا په بدل کښې ازاد کړل او دغه د بندیانو تبادله د طوفان الاقصی د موافقې په چوکاټ کښې وشوه.