د دښمن لپاره لویې او پراخې حیرانتیاوې لرو
(last modified Tue, 01 Apr 2025 02:40:28 GMT )
Apr 01, 2025 07:10 Asia/Kabul
  • د دښمن لپاره لویې او پراخې حیرانتیاوې لرو

پارس ټوډې - د یمن د دفاع وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه نن ورځ یو پیاوړی ځواک دی چې پر هغوی برلاسي کېدل ستونزمن کار دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د یمن د دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي د دې موضوع په بیانولو سره زیاته کړه: زموږ وسله وال ځواکونه نه یوازې د یمن لپاره بلکې د اسلامي امت د مهمو مسائلو لپاره چې په سر کې د فلسطین مسئله ده، د سترو بریاوو د ترلاسه کولو توان لري.

العاطفي څرګنده کړه: د یمن او د هغه وسله وال ځواکونه د انصارالله د مشر په ملاتړ سره، له ډېرو ماموریتونو سره د مقابلې لپاره پوځي جنګي توان لري.

العاطفي زیاته کړه: د پوځي صنایعو او د جنګي تولیداتو په ډګر کې موږ داسې توان او لویې او پراخې حیراتیاوې لرو چې دښمن حیران او خپل دوستان خوشاله کړی.

 د یمن د دفاع وزیر ټینګار وکړ: د امریکا بریدونه د یمن پر درېځ او د هغه پر توان باندې هېڅ اثر نه لري او د یمن د ولس اراده به ماته نه کړي. د فلسطین د ملت په ملاتړ کې د یمن دریځ دایمي دی او هر څومره خطرونه چې شتون ولري د یمن ملت به ثابت قدم پاتې شي.