دریو هیوادونو د اسرائیلو نیواکګر رژيم ته سخت خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا، د فرانسې او د کاناډا مشرانو خبرداری ورکړ که چیرې اسرائیلو په غزې کښې نوي پوځي عملیات بند نکړي او په مرستو رسیدا باندې محدودیت ختم نکړي نو دوې به د تل اویو پرضد اقدام ترسره کړي.
د بریتانیا، د فرانسې او د کاناډا مشرانو په یوې ګډې بیانیې کښې چې د انګلستان حکومت خپره کړي ده وویل چې د فلسطین ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسیدا لپاره د اسرائیلو مخه نیول د نه منلو وړ دي او هغه د نړیوالې انساني قانون خلاف ورزۍ ده.
دغو دریو هیوادونو وویل چې مونږ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د اسرائیلو د ښارګيو د جوړولو د کار د پراخولو مخالف یوو او زیاته یې کړه چې مونږ به د هدفمنو بندیزونو په شمول د بل اقدام د ترسره کولو کوشش وکړو.
دغه راز د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز پرون په ماډرید کښې په یوه کانفرنس کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم پوځي حملو ته په اشارې سره د «یورو ویژن» د سیالۍ په شان له نړیوالو کلتوري پیښو د دغه رژيم د څنګ ته کولو غوښتنه وکړه.
هغه چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژيم په سیاستونو نیوکه کړي ده وویل مونږ نشو کولای اجازه ورکړو چې په کلتور کښې هم دوه مختلف معیارونه ولرو.
د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچر وویل زه فکر کوم هیڅ څوک درې کاله مخکې هغه وخت چې له روسیې څخه وغوښتل شول چې په اوکراین باندې له حملې وروسته د یورو ویژن په شان له نړیوالو سیالیو څنګ ته شي حیرانه نشول پر دې اساس اسرائیل هم باید په دغو سیالیو کښې ګډون ونکړي.
په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه له درې پنځوس زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
تیر کال اسپانیا ، ناروې او ایرلینډ هیوادونو د ختیځ قدس په پلازمینه د فلسطین حکومت په رسمیت وپيژند چې دغه اقدام د اسرائیلو رژیم لخوا وغندل شو او هغه د حماس غورځنګ د ملاتړ په توګه وبلل شو.
