هند سلګونه مسلمانان بنگله‌دیش ته جلاوطن  کوي
(last modified Wed, 02 Jul 2025 00:19:38 GMT )
Jul 02, 2025 04:49 Asia/Kabul
  • هند سلګونه مسلمانان بنگله‌دیش ته جلاوطن  کوي

د هند او بنگله‌دیش د چارواکو په وینا، هند سلګونه بنگله‌دیشي مسلمانان   جلاوطن کړي دي. 

د ایکنا د راپور له مخې، د تی آر ټي په حواله، د هند او بنگله‌دیش چارواکو ویلي چې هند سلګونه کسان دمحکمې له فیصلې  پرته  بنگله‌دیش ته جلاوطن کړي دي، داسې اقدام چې فعالانو ئې د توکمیز توپیر په اساس  دا غیرقانوني  جلاوطني  بللې ده. 

د نوي ډیلي چارواکي وايي چې جلاوطن  شوي کسان غیرقانوني مهاجر دي، په داسې حال کې چې د هندو ملت پالې ادارې، د لومړي وزیر نارندرا مودي په مشرۍ، د مهاجرت سخت سیاست تعقیب کړی دی، په ځانګړي توګه د بنگله‌دیشي مهاجرو پر وړاندې چې اکثریت یې مسلمانان دي او د هندي لوړپوړو چارواکو لخوا «موریانې» (کټمل) او «نفوذي» بلل شوي دي. 

دغو اقداماتو په هند کې د کابو  ۲۰۰ میلیونو مسلمانانو، په ځانګړي توګه په  بنګالي ژبو خلکو کې، چې دا ژبه په ختیځ هند او بنگله‌دیش کې پراخه ده، اندېښنې راپارولې دي. 

د بنگله‌دیش او هند ترمنځ اړیکې، چې له دریو خواوو سره ګډه پوله لري، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د قیام له امله، چې د نوي ډیلی  د متحدې شیخ حسینه د حکومت د نسکورېدو لامل شو، کړکېچنې شوې دي. 

په هر حال، هند د اپریل ۲۲  نیټې له  حملې وروسته، چې د  هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ۲۶ کسانو، چې ډېری ئې هندو سیلانیان وو، د وژل کېدو لامل شو، د مهاجرو پر وړاندې ئې خپل عملیات نور هم سخت کړل. 

دهلي نو پاکستان د دغې حملې مسؤل وباله،داسې  تور چې اسلام‌آباد رد کړ. دا کړکېچ د څلور ورځني پوځي ټکر لامل شو چې له ۷۰ څخه زیات کسان یې ووژل. 

هندي چارواکو په ټول هېواد کې یو بې‌ساری امنیتي کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان ونیول شول او ګڼ شمېر کسان په زور سره د وسلو په زور له پولې بنگله‌دیش ته وشړل شول.