د افغانستان او ایران مطبوعاتو ته ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i175104-د_افغانستان_او_ایران_مطبوعاتو_ته_ځغلنده_کتنه
د تهران چاپ د نن ورځې ورځپاڼې په بیلابېلو مسائلو باندې بحث کړي دي، له دې جملې څخه د تهران چاپ جوان ورځپاڼه بیا په امریکا کې د یوه مشهور او جنګ غواړې سناټور د ناڅاپه مړینې په هکله یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی د ایران ضد سناټور په مړینې پسې د اسرائیلو سخت خفګان.
(last modified 2026-07-13T07:58:15+00:00 )
Jul 13, 2026 12:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران مطبوعاتو ته ځغلنده کتنه

د تهران چاپ د نن ورځې ورځپاڼې په بیلابېلو مسائلو باندې بحث کړي دي، له دې جملې څخه د تهران چاپ جوان ورځپاڼه بیا په امریکا کې د یوه مشهور او جنګ غواړې سناټور د ناڅاپه مړینې په هکله یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی د ایران ضد سناټور په مړینې پسې د اسرائیلو سخت خفګان.

جوان لیکي: لېنډسي ګراهام، د امریکا جګړه‌غوښتونکی سناتور، د واشنګټن د ایران ضد سیاستونو له پلانوونکو او د صهیونیستي رژیم له سخت‌دریځو ملاتړو څخه و چي په ناڅاپه مړ شو. د هغه نوم هم د هغو سیاستوالو په نوملړ کې شامل شو، چې کلونه یې د ایران د ماتې او له منځه وړلو خوبونه لیدل، خو خپله له دې دنیا ورک شو، او ایران لا هم ټینګ، ثابت او پر خپل ځای ولاړ پاتې دی.

د مطلب په دوام کې راغلی دی: په وروستیو کلونو کې، د امریکا د هغو مخکښو سیاستوالو په منځ کې چې د جګړه‌غوښتنې او سختدریځو دریځونو له امله مشهور وو، د دغه هېواد د مخکښ سناتور لېنډسي ګراهام نوم تر نورو ډېر یادېده.

جوان د ایران پر وړاندې د لېنډسي ګراهام سختدریځو دریځونو ته په اشارې لیکي، چې هغه پر تهران د پوځي او اقتصادي فشارونو د زیاتولو له پلویانو څخه و. نوموړي د هغو طرحو ملاتړ کاوه، چې پکې د ایران د تېلو پر پېرېدونکو د درنو تعرفو لګول، د پوځي اقداماتو لپاره د بودجې زیاتول، او د هرمز تنګي په معادلاتو کې د ایران د رول کمول شامل وو.

ورځپاڼه په دوام کې په دوام کې د اسلامي جمهوریت د مخالفانو څخه د ګراهام ملاتړ، له رضا پهلوي سره د هغه لیدنه، او د ایران د وروستیو بدلونونو په اړه د هغه دریځونو ته اشاره کوي، او زیاتوي چې نوموړي د امریکا په حکومت کې د ایران ضد سیاستونو په جوړولو او پیاوړتیا کې اغېزناک رول درلود.

ورځپاڼه د دې مطلب په یوه بله برخه کې بیا د لېنډسي ګراهام هغو دریځونو ته اشاره شوې چې د صهیونیستي رژیم په ملاتړ یې نیولي وو، او لیکل شوي چې هغه د خپل سیاسي فعالیت په ټوله موده کې د اسرائیل له سختدریځو ملاتړو او د غزې د نسل وژنې له تامینوونکو څخه و.

د دې مطلب له مخې، ګراهام اشغال شوي قدس ته د امریکا د سفارت د لېږد، له اسرائیل سره د واشنګټن د پوځي او امنیتي مرستو د دوام، او د صهیونیستي رژیم او د بایکاټ، پانګونې ایستلو او بندیزونو) غورځنګ پر ضد د قوانینو د تصویب ملاتړ کاوه، او د امریکا په کانګرس کې د دغو سیاستونو د پرمخ وړلو له فعالو څېرو څخه ګڼل کېده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: له همدې امله، د ګراهام مړینه د صهیونیستي رژیم د سختدریځو کړیو لپاره یوه درنه ضایعه بلل کېږي، ځکه هغوی د امریکا د واکمنۍ په جوړښت کې خپل یو له تر ټولو وفادار پلوی یې له لاسه ورکړ. د تل‌ابیب د چارواکو څرګندونې هم دغه واقعیت په ډاګه کوي.

د صهیونیستي رژیم جنایتکار وزیر نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د ګراهام د مړینې په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې وویل: اسرائیل خپل یو له تر ټولو ستر او نږدې ملګری له لاسه ورکړ.

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې

دغه ورځپاڼه په دې وروستیو ورځو په ایران باندې د امریکا بریدونو او بیا د ایران د وسله والو ځواکونو پراخ غبرګون ته په اشارې سره په یوه راپور کې لیکي: امریکا په خپلو ژمنو نه ودرېده، نو ځکه د ایران د وسله والو ځواکونو له خوا څپېړه یې نوش جان کړه، ایران د امریکایي اهدافو نوی لیسټ جوړ کړی دی او جنګ یو نوی پړاو ته ننوتلی دی.

کیهان په دې باور دی چې د هرمز په تنګي کې وروستۍ پېښې په دې ستراتیژیکه اوبلاره کې د ځواک انډول بدل کړی او د امریکا د خوځښتونو په غبرګون کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو اقدامات د انرژۍ د لېږد لارې یې بندې کړي دي.

په راپور کې راغلی دی: د هرمز تنګي د ځواک معادله د ایران د وسله‌والو ځواکونو د اقتدار په مټ له سره بدله شوه، څو د ټرمپ له لورې  په زرو توغندیو سره د برید د ګواښ وروسته، امریکا ته سخت ځواب ورکړل شي. دا یو هوښیار غبرګون و چې د هرمز تنګي په تړلو او د نویو هدفونو په نښه کولو سره یې د غربي هیوادونو د انرژۍ د لېږد اصلي لاره یې په بشپړه توګه بنده کړه.

کیهان په دې باور دی چي له وروستیو نښتو په پایله کې په سیمه کې د ځواک انډول د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه بدل شوی او په هرمز تنګی کې د ایران اقدامات، چې په دې اوبلاره کې د تګ راتګ محدودېدل هم پکې شامل دي، د سیمې پر امنیتي او انرژۍ اړوندو معادلاتو کارنده اثرات کړې دي، ورځپاڼه همدارنګه دا بدلونونه د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د ایران د مخه نیوونکې د ځواک د زیاتوالي نښه بولي.

کیهان لیکي: د رمضان له جګړې وروسته، د سیمې د ځواک معادله د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار په مټ له سره بدله شوه. دا ځل نه د امتیاز ورکوونکې ډیپلوماسۍ، بلکې د جګړې د ډګر د ځواکونو د وسپنیزې ارادې په وسیله د هرمز تنګی، چې د نړۍ د انرژۍ مهمه لاره ګڼل کېږي، وتړل شو، څو «قمارباز ټرمپ» په ۲۴ ساعتونو کې دننه پوه شي چې د تشو خبرو او د په زرو توغندیو د ایران د ویشتلو په اړه د ګواښونو دوره پای ته رسېدلې ده.

ورځپاڼه په پای کې لیکي: د سیمې نوې شطرنج ومنئ

د «ګوزار او تېښتې» د دوران له پای ته رسېدو او د امریکا د ترهګر رژیم د لوجیسټیکې او اکمالاتي لارو بندون، د سپینې ماڼۍ فاسدو مشرانو او په سیمه کې د هغوی د ګوډاګیانو لپاره یوه ښکاره پیغام لري، هغه دا چي اسلامي ایران هیڅکله د امنیت په مساله کې د چا پروا نه کوي. که په سیمه کې نوی واقعیت لاهم د واشنګټن زړه ته لوېدلې نه وي، کولایشي بیا ځلې خپل بخت وازمویي څو د ایران د وسله والو ځواکونو جنګي اراده په لا پراخو او ویجاړوونکو ابعادو سره تجروبه کړي، ایران ګوته پر ماشه دی، او که د دښمن له لوري هر ډول تیروتنه وشي، نو په تل‌ابیب او حیفا کې د صهیونیستانو مهم هدفونه به په نښه شي.

د افغانستان ورځپاڼې

د افغانستان د ورځپاڼو په سر کې د هشت صبح ورځپاڼه را اخلو .

دغه ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا له اشغال وروسته، راتلونکې په اړه یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: له امریکا وروسته افغانستان؛ د یوې جګړې پای یا د نوې سیالۍ پیل؟

ورځپاڼه په دې مطلب کې په نړیوالو معادلو کې د افغانستان د ځای ارزونه کوي او استدلال کوي، چې د امریکا پوځي وتل په دې معنا نه ده چې افغانستان نور د واشنګټن له ستراتیژیکو محاسبو څخه وتلی دی.

د ورځپاڼې په باور د امریکا بهرنۍ پالیسي د دې هیواد په ګټو او له سترو قدرتونو سره د سیالۍ پر بنسټ ولاړه ده، او که په افغانستان کې د چین او روسیې نفوذ زیات شي یا امنیتي ګواښونه پراخ شي، نو ښايي واشنګټن په خپله تګلاره کې بیاکتنه وکړي. هشت صبح وړاندې لیکي: له همدې امله، اساسي پوښتنه دا نه ده چې امریکا به بېرته افغانستان راګرځي که نه، بلکې دا ده چې د سیالیو د زور اخیستلو څخه وروسته، په راتلونکي کې به یې احتمالي حضور په کومه بڼه او څنګه وي.

ورځپاڼه په دوام کې افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر بولي او د امریکا له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د چین، روسیې او نورو لوبغاړو د رول زیاتېدو ته اشاره کوي. د ورځپاڼې په اند، که د امریکا تګلاره بدله شي، نو د هغې حضور به تر ډېره پوځي نه وي، بلکې د استخباراتي همکاریو، ډیپلوماسۍ، اقتصادي فشارونو، محدودو ترهګرۍ ضد عملیاتو او له سیمه‌ییزو شریکانو سره د همکارۍ له لارې به تعقیب شي.

په پای کې ټینګار کېږي، چې د افغانستان راتلونکی تر هر څه ډېر د افغانانو په وړتیا پورې تړلی دی؛ یعنې د ثبات په رامنځته کولو، د بهرنیو اړیکو په سم مدیریت، د ملي اجماع په جوړولو او د سترو قدرتون‍

و له سیالۍ څخه د هېواد د پرمختګ لپاره په اغېزمنې ګټې اخیستنې پورې، نه یوازې د امریکا یا نورو نړیوالو قدرتونو په پرېکړو پورې.