پېښې
  • په مراکش کې د قربانۍ ذبح کول منع شول

    په مراکش کې د قربانۍ ذبح کول منع شول

    May 29, 2025 09:18

    د شپږم محمد د امر له مخې، دا پرېکړه د وچکالۍ او د څارویو د کمښت له امله شوې ده. که څه هم دا خبر د اختر د دودونو پابند ؤ،د  مراکشیانو لپاره حیرانوونکی دی، خو د چاپېریالي او اقتصادي ننګونو او د وچکالۍ له امله دا پرېکړه اړینه وه.

  • د امریکا د سوداګرۍ محکمې د ټرمپ د ازادۍ ورځې نړیوالې تعرفې بندې کړې

    د امریکا د سوداګرۍ محکمې د ټرمپ د ازادۍ ورځې نړیوالې تعرفې بندې کړې

    May 29, 2025 02:04

    زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوې فدرالي محکمې پرېکړه کړې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړیوالو تعرفو 'ګمرکي مالیاتو' په لګولو کې له خپل قانوني واک پښه اړولې ده، چې دا د هغه د اقتصادي‌ پالیسۍ لپاره یو لوی ګوازر ګڼل کېږي.

  • ایران د یمن په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم بریدونه په کلکه وغندل

    ایران د یمن په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم بریدونه په کلکه وغندل

    May 29, 2025 01:48

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د یمن د صنعا په هوايي ډګر د صهیونیسټ رژیم هوايي حملې او د یمن د هوايي چلند د یوې مسافر وړونکي الوتکې تباه کول د صهیونیسټ رژیم د ظلم او د یمن او د سیمې له مسلمانو خلکو سره د اسرائیلو د د دښمنۍ بله نښه وبلله او هغه یې په کلکه وغندله.

  • د یمن پوځ په اسرائیلو د سختې حملې ګواښ وکړ

    د یمن پوځ په اسرائیلو د سختې حملې ګواښ وکړ

    May 29, 2025 01:34

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د صنعا د نړیوال هوايي ډګر د کتنې په وخت صهیونیسټ رژیم ته په خطاب کښې وویل زمونږ راتلونکي بریدونه به دردونکي وي او یمن به هیڅکله د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا او د تیریو د بندولو تر وخت پورې د غزې تړانګې له خلکو سره د ملګرتیا کولو لپاره له خپلې فیصلې شاتګ ونکړي.

  • اسلامي ایران او عمان هیواد په سیمه ئیزو او نړیوالو غږملتیاو ټینګار وکړ

    اسلامي ایران او عمان هیواد په سیمه ئیزو او نړیوالو غږملتیاو ټینګار وکړ

    May 29, 2025 01:18

    زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت او عمان هیواد مسقط ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په پاې کښې په ګډې بیانیې کښې د دوو وروڼو ملتونو په پیاوړو او تاریخي پیوندونو ، دوه اړخیزه پایداره ملګرتیاو، د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ په متقابل احترام او په ټولو زمینو کښې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

  • ایران به هیڅکله د یورانیمو د نه پخولو خبره ونه مني

    ایران به هیڅکله د یورانیمو د نه پخولو خبره ونه مني

    May 29, 2025 00:43

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل په هیواد کښې د یورانیمو د پخولو د دوام له اصل سره هر ډول توپیر لرونکی وړاندیز به زمونږ لخوا د منلو وړ نه وي.

  • د یورانیمو د پخولو په موضوع کښې له چا سره ټوکه نلرو

    د یورانیمو د پخولو په موضوع کښې له چا سره ټوکه نلرو

    May 28, 2025 12:39

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل که چیرې د اروپايي هیوادونو دریځ د ایران لخوا د یورانیمو د پخولو صفر ته رسول وي نو واقعا نور د اټومي موضوع په هکله له هغوې سره هیڅ صحبت نلرو.

  • باید والیانو ته د ولایتونو د هراړخیزه مدیرانو  په توګه اختیارات ورکړل شي

    باید والیانو ته د ولایتونو د هراړخیزه مدیرانو په توګه اختیارات ورکړل شي

    May 28, 2025 11:58

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي والیان د ولایتونو د ټولو چارو مسوول وبلل

  • د ایران او د عمان تجارت به دیرشو میلیارډو ډالرو ته ورسیږي

    د ایران او د عمان تجارت به دیرشو میلیارډو ډالرو ته ورسیږي

    May 28, 2025 11:30

    زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسقط کښې د عمان او د ایران د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کښې وویل د اقتصادي ، د ټولنیزو ، د کلتوري ، د سیاسي او د امنیتي برخو په شمول په ټولو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو لپاره ضروري زمینې برابرې دي او د تهران او د مسقط د اقتصادي مبادلاتو اندازه له شلو تر دیرشو میلیارډو پورې رسیدلی شي.