-
په غزه کې نسل وژنه؛ اسرائیل په خپلو خیمو کې کډوال سوځوي
Dec 06, 2024 11:46په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په دوام، د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار ادارې اعلان وکړ: صهیونیسټي پوځیانو په خان یونس کې د فلسطیني کډوالو یوه ډله ژوندۍ سوځولې ده.
-
"محمد"، په انګلستان کې ترټولو محبوب نوم
Dec 06, 2024 10:33د بریتانیا د ملي احصایې دفتر اعلان کړی چې د"محمد" نوم لاهم په دې هېواد کې ترټولو محبوب نوم دی.
-
ګوترش په سوریه کې د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه
Dec 06, 2024 10:16د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوتریش" پرون په سوریه کې د کړکېچ پراخېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي "ګیر پیډرسن" سره د سوریې د حاکمیت، یووالي، خپلواکۍ او بشپړتیا او د سوریې د خلکو مشروع غوښتنې پوره کولو لپاره جدي همکاري وکړي.
-
د صهیونیسټانو لخوا د لوېدیځې غاړې د ۲۴۰۰ هکټاره ځمکې غصب کېدلو امر شوی
Dec 06, 2024 10:01د اسرائیلو د ټلویزیون 14 چینل نن (جمعه) راپور ورکړ چې د صهیونیسټي رژیم د مالیې افراطي او سخت دریځه وزیر بزالل سموتریچ د صهیونیسټي مېشت ځایونو د پراختیا لپاره د لوېدیځې غاړې د ۲۴۰۰ هکټاره ځمکې د ضبطولو امر کړی دی.
-
د صهیونیسټي رژیم لخوا د سپینو فاسفورس استعمال باید په کلکه وغندل شي
Dec 06, 2024 09:33په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په ناسته کې، د غزې او د لبنان په جنګ کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د سپینو فاسفورس استعمال یو جنګي جنایت وباله او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیسټي رژیم دغه جنایتکارانه اقدامات باید وغندل شي.
-
امریکا د اسرائیلو د نسل کشۍ تورونه بې اساسه وبلل
Dec 06, 2024 02:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی امریکا د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دفاع کولو سره په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د نسل کشۍ په ترسره کولو کښې د بښنې د نړیوالې موسسې راپور رد کړ او ادعا یې وکړه چې دغه له تور څخه ډک راپور بې اساسه دی.
-
امریکا د سوریې پرضد له دروغو ډکو ادعاګانو ته دوام ورکړی
Dec 06, 2024 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې ډیپلوماټ په سوریې کښې د ډلوژونکو وسلو د شتون په هکله د امریکا د چارواکو څرګندونې په دوه زره دریم میلادي کال کښې په عراق باندې له حملې مخکې د امریکا د چارواکو څرګندونو ته ورته وبللې او له تکفیري ترهګرو یې د واشنګټن د استازي ملاتړ وغاند.
-
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی دی
Dec 06, 2024 02:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق رسمي خبري اژانس (واع) پرون راپور ورکړ چې د سوریې خارجه وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی.
-
د امریکا ، د انګلستان او د اسرائیلو هدف د مسلمانانو د وحدت له مینځه وړل دي
Dec 06, 2024 01:52زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د «صدر» ډلې مشر سید مقتدا صدر پرون د سوریې د بدلونونو په هکله وویل: هیڅوک باید د امریکا ، د انګلستان او د اسرائیلو له سپيرو پلانونو سره چې هدف یې د دین نابودول ، د مسلمانانو د وحدت ماتول او تفرقې اچول دي یوځاې نشي.
-
سوریه له یوه تر ټولو خطرناک جنګ سره مخامخ ده
Dec 06, 2024 01:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې دفاع وزیر جنرال «العماد عباس» بیګا په یوې بیانیې کښې وویل نن سبا د ترټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په مقابل کښې له یوه تر ټولو سخت جنګ سره مخامخ یوو کومې چې له چریکي رودو څخه استفاده کوي.