-
عراقچي د ایکو پر لا پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Dec 03, 2024 08:52د ايران د بهرنيو چارو وزير په مشهد ښار کې د ايکو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د ۲۸مې غونډې په څنډه کې دغه غونډه د سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو د بحث لپاره يو فرصت وباله.
-
پر ایران د بندیزونو په لګولو سره اروپایانو خپل د سکې بل اړخ ښکاره کړ
Dec 03, 2024 08:38اروپايي ټولنه په داسې حال کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغنديود لېږدولو او د اوکراین په جګړه کې د کارولو ادعا کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تایید کړې چې روسیې ته د ایران هېڅ بالستیک توغندی نه دی صادر شوی.
-
د لبنان د پارلمان مشر د اسرائیلو له خوا د اوربند پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ
Dec 03, 2024 02:21د لبنان د پارلمان مشر په یوه بیانیه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د اوربند له موافقې پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ.
-
ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ
Dec 03, 2024 02:10د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: په سوریه کې فعالې تکفیري ترهګرې ډلې، له امریکا او صهیونیسټانو سره نږدې اړیکې او همغږي لري او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه د پام اړولو او د مقاومت په مقابل کې د ماتې د جبرانولو په موخه، دغه ډلې په سوریې کې د ناامنۍ رامنځته کولو ته هڅوي.
-
په سوریه کې د ترهګرو ډلو فعالېدل صهیونیسټي- امریکايي پلان دی
Dec 03, 2024 01:56د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف او د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ پرون په سوریې کې د تکفیري ترهګرو ډلو له فعالېدو وروسته د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.
-
ایران او روسیې د سوریې له حکومت سره پر مرستو ټینګار وکړ
Dec 03, 2024 01:44د ایران او روسیې ولسمشرانو د سوریې په شمال کې د ترهګرو وروستي خوځښتونه د دغه هېواد او سیمې د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله او په دغه هېواد کې یې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې له حکومت سره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
-
په غزې تړانګې کې د شهیدو خبریالانو شمیر له ۱۹۰کسانو زیات شو
Dec 02, 2024 09:54په غزې کې حکومتي رسندوئي دفتر په یوې اعلامیې کې و،ئيل،د تیر کال په اکتوبر کې په غزې د صهیونیسټي رژيم د تیریو له پیل وخت راهسې تراوسه پورې یو سل دوه نوي فلسطینی خبریالان شهیدان شوي دي.
-
ایران او مقاومتي ډلې د سورئې ملاتړي دي
Dec 02, 2024 09:02د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئيل؛ایران او مقاومتي ډلې د ترهه ګرو په وړاندې د سورئې پشتیبان دي.
-
د سوریې پوځیانو په حلب ، حماه او ادلب کښې سلګونو ټروریسټان هلاک کړي دی
Dec 02, 2024 02:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سوریې کښې د روسیې د غږملتیا مرکز وویل د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواک په مرستې سره د ترهګرو په مرکزونو باندې حملو سره د حلب ، د حماه او د ادلب په خوا کښې درې سوه شل(۳۲۰) ټروریسټان هلاک کړي دي.
-
ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سوریې د حکومت او د ملت او د پوځ ملاتړ کوي
Dec 02, 2024 01:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د سوریې له ولسمشر «بشار اسد» سره په کتنه کښې