د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ۵۹۲ کسانو نومونه ولیکل
د ایران د انتخاباتو د کمیټې مشر وویل: د ایران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۵۹۲ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د ایران د انتخاباتو د کمیټې مشر وویل: د ایران د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۵۹۲ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د ایران د انتخاباتو د کمیټې مشر جمال عرف پرون زمونږ خبریال ته وویل چې د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیداتورۍ لپاره د نوم لیکنې په پنځه ورځني مهلت کښې ۵۹۲ کسانو د نوم لیکنې لپاره د هیواد د انتخاباتو کمیټې ته رجوع کړې ده.
هغه پرون د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیداتورۍ لپاره د نوم لیکنې د پنځه ورځني مهلت له ختمیدو وروسته زیاته کړه: په دغه شمیر کسانو کښې ۴۰ ښځې او ۵۵۲ سړي دي.
د ایران د انتخاباتو د کمیټې مشر وویل: له نن څخه به په دې پنځو ورځو کښې د نوم لیکلو کسانو ټول مدارک شورای نګهبان ته وړاندې کوو او هغوي به پرې خپله څیړنه پیل کړي او دغ کار به په پنځو ورځو کښې پاې ته ورسوي او لس ورځې پس به د صلاحیت تایید شویو کسانو نومونه اعلان شي.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو انتخاباتو دیارلسم پړاؤ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۲۸ نیټه ترسره شي.