فلسطين نن په نړۍ کښې د مظوميت سېمبول دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100564-فلسطين_نن_په_نړۍ_کښې_د_مظوميت_سېمبول_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د کلتوري انقلاب عالي شورا سېکتر تاکيد وکړ، فلسطين نن په نړۍ کښې د مظوميت سېمبول دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2021 11:33 Asia/Kabul
  • فلسطين نن په نړۍ کښې د مظوميت سېمبول دے

د ايران د اسلامي جمهوريت د کلتوري انقلاب عالي شورا سېکتر تاکيد وکړ، فلسطين نن په نړۍ کښې د مظوميت سېمبول دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سعيد رضا عاملي نن «فلسطين يوازے نه دے» نومې د کارټونونو، کارېکاټورونو او پوسټرو د نړيوالې سيالۍ د منتخبو آثارو په نندارتون کښې په حاضرېدو سره وويل: په دغه نندارتون کښې ټول مختلفو هنري آثار دا ښودنه کوي چې د نړۍ هنرمندان له فلسطين او فلسطيني مظلومانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

عاملي زياته کړه: د فلسطين مظوميت يو ورځنے ‎، يو مياشتنے او يو کلنے نه دے بلکه تقريباً اويا کاله اوشول چې فلسطينيان له دغه مظلوميت سره مخامخ دي.

د هغه په وېنا په داسې حال کښې چې صهيونېسټ رژيم په خپل ټول وحشيتوب سره د فلسطين بې ګناه ماشومانو او بې دفاع خلقو قتل عام ته دوام ورکوي او په ډاګه يې اعلانوي نړيواله ټولنه پکار دے په ظلم باندې د وياړ کولو په دغې روحيې ژړا وکړي.

عاملي همدارنګ زياته کړه، د ملګرو ملتو د امنيت شورا هم په دغو ټولو کلونو کښې نه يوازې له مظلومانو ملاتړ نه دے کړے بلکه د ماتې په موقعو يې د ظالمانو مرستې ته وردانګلي دي.