د ايران عملياتي سياست په اوچته سطح د دفاعي قلمرو پراختيا ده
(last modified Fri, 21 May 2021 12:08:07 GMT )
May 21, 2021 16:38 Asia/Kabul
  •  د ايران عملياتي سياست په اوچته سطح د دفاعي قلمرو پراختيا ده

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قومانداان په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران عملياتي پاليسي او سياست په اوچت سطح او پراخې ژورتيا کښې د دفاعي قلمرو پراختيا ده وويل: ايران له لرې څخه د جنګ د قابليت ترلاسه کول دے چې دغه قابليت ته اورسېد.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي د سپاه د ډرون او هوا فضا دفاعي برخې د يو شمېر لاسته راړونو د مراسمو ترڅنګه  د دغو دفاعي لاسته راوړنو قابليتونو او خصوصيتونو ته په اشارې سره د ډېرې پرمختللې او سټراټيجکې لاسه راوړنې په توګه د « غزه » نومې درنې ډرون الوتکې د جوړولو ذکر وکړ او وې ويل:

غزه نومې درنه او غټه ډرون الوتکه چې نن د سپاه د هوا فضاء ځواکونو لخوا يې پراختيا ومونده ايران د هوائي جنګونو په قلمرو کښې د قوت او قابليت نوې سطحې ته رسوي.

جنرل سلامي واضحه کړه،  غزه نومې درنه او غټه ډرون الوتکه په هوائي جنګونو کښې د سورلۍ لرونکو پرندو ځاے نيسي او د دې توان لري چې د زمکې له سطحې نه له پينځه دېرش زره فوټو نه زيات اوچتوالي کښې  الوت وکړي او په ګېنټه کښې تقريبا د ۳۵۰ کيلوميټره چټکتيا او تر شلو ګېنټو الوت سره په ډېرو اوږدو ژورتياو کښې هوائي اهداف په نښه کړي.

هغه د دې په بيانولو سره چې دغه پرمختللې ډرون الوتکه په يو وخت ديارلس بمونه وړلې او په زمکنيو اهدافو يرغل کولې شي دا خبره څرګنده کړه چې له دې نه علاوه دا قابليت لري چې د پېژندګلوۍ په الوتونو او د معلوماتو په راغونډولوکښې هم برخه ولري.

جنرل سلامي په دوام کښې د مرغومې د نهمې نومې هوا فضاء سېسټم مخکتنې ته په اشارې سره وويل:ايران دې لپاره چې وکړې شي په ډېرې لاندې سطحې او په ډېرې اوچتې چټکتيا سره منجمله له کروز توغنديو، ډرون الوتکو او سورلۍ لرونکو هيلي کاپټرو او الوتکو سره چې د زمکې له سطحې سره په نزديو لوړو کښې حرکت کوي مقابله وکړي، د هوا فضاء توغنديو اطمينان لرونکي دفاعي سېسټم ته اړتيا لرله او نن دغه توغندي د توليد په مرحله کښې دي، دغه توغندي دا توان لري په تقريباً شل کيلوميټره کم اوچتوالي او لس کيلوميټره پلنوالي سره د هرې چټکتيا لرونکي اهداف په نښه کړي. هغه د غزې
په نامه درنې او غټې ډرون الوتکې نوم اېښودلو ته په اشارې سره وويل چې پکار دے دا نوم اېښودنه د هغو کسانو لپاره يو تل پاتې وياړ وي چې نن په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د يرغل او تيري په وړاندې ټينګ ولاړ دي او په غېرتمنۍ او جرائتمنۍ سره له خپل عزت او حېثيت څخه دفاع کوي

 

ټیګونه