د ولسمشرۍ د انتخاباتو په هکله د ایران د اسلامي انقلاب لیدتوګي :-
(last modified Thu, 27 May 2021 11:50:08 GMT )
May 27, 2021 16:20 Asia/Kabul
  • د ولسمشرۍ د انتخاباتو په  هکله د ایران د اسلامي انقلاب لیدتوګي :-

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د اسلامي شورا له مشر او استازیو سره د ویډیو له لارې کتنې کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په هکله مهمې خبرې وکړې .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه اي د انقلاب د بریالیتوب له لومړیو په تیره بیا د اساسي قانون له بدلیدا او ولسمشر ته د حکومت د اداره کولو د ا جرايي دندو له سپارل کیدا وروسته له انتخاباتو سره د دوښمانانو مخالفت ته په اشارې سره وویل په تیرو دوه څلویښتو (۴۲) کلونو کښې د دوښمانانو د تبلیغاتو اجنډا همدا ډول وه چې له انتخاباتو مخکې وايي خلک به ګډون ونکړي او په انتخاباتو کښې د ولس له ګډون کولو وروسته وايي انتخابات فرمایشي وو او د ولسمشر په توګه د انتخاب شوي سړي په هکله هم وايي چې هغه هیڅ واک نلري .

همدا اوس د دوښمن د تبلیغاتو اجنډا همدا ډول ده او هغوې هڅه کوي خلکو ته القا کړي چې انتخابات او د ولسمشر انتخابیدل هیڅ ګټه نلري .

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته انتخابات تل د اسلامي جمهوریت د نظام د ولسي اډانو د پیاوړتیا سبب شوي دي او میدان یې د نویو سلیقو د فعالیت لپاره خلاص کړی دی .

البته فطري خبره ده چې د انتخاباتو هر پړاو له ځینو اړخونو لکه د صلاحیت دتائید شویو کسانو د شمیر له پلوه له تیرو پړاونو سره ځینې توپیرونه ولري .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې زمینه کښې د کاندیدانو په صلاحیتونو باندې د غور په هکله په شورای نګهبان یعني ساتندویه شورا باندې ځینو اعتراضونو ته په اشارې سره وویل البته د دغو اعتراضونو انګیزه متفاوته ده . ځینې اعتراضونه د زړه سواندۍ او په انتخاباتو کښې د خلکو د کم ګډون په هکله د اندیښنې په دلیل مطرح کیږي او ځینې اعتراضونه هم په دې دلیل چې د دوې د خوښې وړ د کاندید صلاحیت نه دی تائید شوی او  ګیله لري او  خپه دي خو ځینې کسان د شورای نګهبان له اصل سره مخالف دي او دوې په اینټرنیټ پاڼو او مطبوعاتو کښې د خپلو مطالبو په خپرولو سره غواړي له دغه فرصت څخه له شورای نګهبان څخه د غچ د اخیستلو لپاره استفاده وکړي .

د انتخاباتو د سیالیو پړاو ته د ټول ټاکنو د کاندید په توګه د صلاحیت لرونکو کسانو ورننوتل د انتخاباتو په بهیر کښې مهم پړاو دی خو تر ټولو مهمه موضوع په انتخاباتو کښې د خلکو پرتمینه ګډون دی .

په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون ستر اغیزونه لري او  د حکومت د چارواکو انتخابول د انتخاباتو یوه(۱) ذاتي نتیجه ده .

د سیاسي نظریه وړاندې کونکو له نظره د یوه (۱) ملت حقیقي اقتدار په ملي پیوستون کښې دی چې د انتخاباتو په ډګر کښې د کلتوري ، قومي او د دیني عقایدو له تفاوتونو سره سره په یو هیړ ګډون سره د نرم قدرت په سرچینې بدلیږي .

د ایران ملت په انتخاباتو کښې په پراخ ګډون سره هر ځل دوښمانانو ته خپل اقتدار ورښودلی دی او د رایو په صندوقونو کښې په زیات  شتون او ګډون سره د نظام د اډانیو او ستنو د پیاوړتیا سبب شوی دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په دغه حساس پړاو کښې د غبرګولي د میاشتې د اتویشتمې (۲۸)نیټې په انتخاباتو  کښې د  د خلکو د کم  ګډون د احتمال په هکله ځینو اندیښنو ته په اشارې سره وویل زه باوري یم په انتخاباتو  کښې د خلکو ګډون له دغه نوم او هغه نوم سره هیڅ ارتباط نلري بلکې خلک داسې سړی غواړي چې د هیواد د مشکلاتو د حل کولو لپاره مدیریت  او قوي اراده او لوړ کارندوالی ولري او د خلکو لپاره دغه خبره مهمه نه ده چې دغه سړی څه نوم لري او یا هغه د کومې ډلې دي البته شاید دغه موضوع د سیاسي ډلو لپاره مهمه ووسي د عامو خلکو لپاره دا ډول نه ده .

مهمه خبره دا ده چې د انتخاباتو کاندیدان خلک قانع کړي چې د ټولنې مشکلات پیژندي او دوي  مدیر ، مدبر او صداقت لرونکي دي او د هیواد د اداره کولو توان لري .

د ایران د اسلامي انقلاب د مشر دغه وینا د حقیقت پراساس او د انتخاباتو متن او اصل ته پام کول دي چې د ګواښونو او د دباونو په مقابل کښې د هیواد د اقتدار او د خوندي توب سبب کیږي او له حاشیه اي مسائیلو په واټن اخیستلو سره د هیواد د پرمختګ ، ودې او د لوړتیا لپاره ضروري زمینې جوړوي .

هماغه ډول چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ د انتخاباتو د نتیجې اغیز به کلونه کلونه په ایران او د خلکو په ژوند سیوری وغوړوي .

له دې نظره انتخابات یو (۱) مهم فرصت دی چې باید د خلکو له پرتمینه ګډون سره یوځاې وي .

د ایران ملت به د غبرګولي د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه په پریکنده توګه په انتخاباتو کښې د ګډون فرصت چې د هیواد د پرمختګ لپاره مهم ظرفیت دی له لاسه ورنکړي .

 

ټیګونه