د امریکې هدف د سیمې ناامنه کول دي
(last modified Sun, 30 May 2021 01:02:02 GMT )
May 30, 2021 05:32 Asia/Kabul
  • د امریکې هدف د سیمې ناامنه کول دي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ چې د امریکې هدف د سیمې ناامنه کول دي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ چې د امریکې هدف د سیمې ناامنه کول دي.

سردار برید جنرال حسین سلامي پرون په یولړ څرګندونو کښې وویل: د امریکې د اوسني ولسمشر جوبایډن په شان کس په واکمنیدو سره د سپینې ماڼۍ په کړچار کښې بدلون نه راځي.

هغه زیاته کړه: ممکنه ده چې د امریکې طریقې بدلې شي خو اهداف او موخې به یې بدلون ونه کړي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان هم داشان وویل: د امریکایانو اصلي هدف دا دی چې د سیمې هیوادونه ناامنه کړي او مدام یې په شخړو او کشالو کښې ګیر وساتي.

هغه زیاته کړه، په اسلامي هیوادونو کښې د ناامنۍ پراخول د دغو هیوادونو د ټوټې کولو لپاره د امریکې اصلي اهداف دي او د هغوي د قدرت د جوړښت خرابولو او د اسلامي نړۍ د انرجۍ او اقتصاد په سرچینو باندې واکمنیدل د امریکې ثابتې سټراټیجۍ دي.

جنرال سلامي هم داشان وویل: امریکایان به د بایډن په زمانه کښې هم، هم هغه سټراټیجي تعقیب کړي او په هغوي باندې هیڅ اعتماد او باور نشته او لاهم د اسرائیلو او سعودي عربستان ملاتړ کوي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په سیمه کښې د امریکایانو د نیواکګریو دوام ته په اشارې سره وویل: هغوي په عراق کښې هم هغه شان د نیواکګرو په توګه موجود دي او په سوریې کښې لاهم اور بلوي او د سعوديانو په لاس یې اورونه د یمن په خلکو وریږي او یوازې له افغانستانه تیښتې ته اړ شول.

جنرال سلامي څرګنده کړه چې امریکایان له سیمې له تښتیدو پرته هیڅ چاره نه لري خو که ونه وځي نو وبه ایستل شي او داسې ښکاري چې تر څه حده په دې خبره پوه شوي دي.

 

ټیګونه