د ایران د سپاه پاسداران ځواک د مشر وینا په سیمه کښې د امریکا د هدفونو څو اړخیزه شننه :-
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي په سیمه کښې له پوځي شتون د امریکا هدف د ناامنۍ رامینځته کول او د سیمې په هیوادونو کښې په پرله پسې ډول د تاوتریخوالو ساتل دي .
حسین سلامي په خپلې وینا کښې په دې خبرې سره چې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په شان د یوه (۱) سړي واک ته رسیدل د سپینې ماڼۍ کړچار نه بدلوي وویل ممکنه ده چې د امریکا رودې بدلې شي خو د امریکا هدفونه نه بدلیږي .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندان حسین سلامي وینا په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د سټراټیژۍ په زمینه کښې څو اړخیزه او روښانه شننه ده .
حسین سلامي په خپلې وینا کښې یوشمیر موردونو ته اشاره کړي ده چې په حقیقت کښې په لویدیځې اسیا کښې د امریکا د سلطه غواړو هدفونو او د ګټو د ساتلو لپاره د امریکا د بهرني سیاست سټراتیژۍ او ثابته برخه جوړوي .
حسین سلامي په همدې لړ کښې په اسلامي هیوادونو کښې د ناامنۍ زیاتول د دغو هیوادونو د کوچني کولو لپاره د امریکا هدفونه وبلل او ډاګینه یې کړه په دغه سیاست کښې د امریکا ثابته سټراټيژۍ د دغو اسلامي هیوادونو د قدرت د جوړښتونو تخریبول او د اسلامي دنیا د اقتصاد او د انرژۍ په سرچینو باندې سلطه کول دي .
پر دې اساس امریکا به د ولسمشر جوبایډن د حکومت په وخت کښې هم هماغه پخوانۍ سټراټیژۍ تعقیب کړي او په واشنګټن باندې هیڅ اعتماد نشته او امریکا اوس هم د سعودي عربستان او د اسرائیلو ملاتړ کوي .
په دې زمینه کښې مهمه پوښتنه دا ده چې په لویدیځې اسیا کښې د امریکا سټراټيژیکې ګټې څه دي .؟
دغه پوښتنې ته په ځواب کښې باید څو ټکو ته پام وکړو .
لومړۍ(۱) ټکی دا چې د امریکا لپاره د لویدیځې اسیا سیمې اهمیت نه یوازې کم شوی نه دی بلکې د قدرت په معادلاتو باندې د مقاومت ډلو اغیز شیندنې او د پوځي انډول بدلیدا ته په پام سره دغه اهمیت زیات شوی هم دی .
په دغه معادلې کښې د انرژۍ په سرچینو باندې سلطه موندل او په لویدیځې اسیا کښې د ناامنۍ او د تاوتریخوالي رامینځته کول هماغه راز د سیمې په سیالیو کښې د امریکا لخوا د دباو د یوه(۱) اړم په توګه مطرح دي .
د اقتصادي ډیپلوماسۍ کارپيژاند «حسین حاجیلو» وايي د داعش ډلې له نابودۍ وروسته مقاومت محوره هیوادونه په پوځي او امنیتي زمینه کښې نسبي ثبات ته رسیدلي دي خو امریکا د مقاومت د چورلیز په هیوادونو باندې د اقتصادي دباو له لارې د خپلو هدفونو د تعقیبولو هڅه کوي .
دوهم (۱) ټکی په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا سټراتيژیکې ګټې او د اسرائیلو د ناجایز رژیم د موجودیت ساتل دي .
له اسرائیلو ملاتړ چې د سیمې د ناامنه کولو او د ترهګرۍ یوه (۱) اډه ده په حقیقت کښې د امریکا د ناجایزو ګټو د ساتلو یوه(۱) ستنه او اډانۍ ده .
د امریکا په سیمه ییزې سټراټيژۍ کښې د اهمیت وړ دریم (۳) ټکی د ایران د کنټرولولو د تش په نامه سیاست دی کوم چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د خارجي سیاست په اصلي هدف بدل شوی دی .
امریکا په بندیزونو لګولو سره هڅه وکړه چې په ایران زیات دباو راولي خو ونه توانیدله خپلو هدفونو ته ورسیږي او له دغه پړاو وروسته یې زیات امنیتي دباو په اجنډا کښې شامل کړ .
د امریکا ترهګرو پوځیانو د تیر میلادي کال د جنوري د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په توغندوي حملې کښې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني چې د عراق د حکومت رسمي میلمه و له خپلو یوشمیر نورو ملګرو سره یوځاې شهید کړ .
د امریکا له دغه ترهګر اقدام وروسته د عراق پارلمان یو(۱) پریکړه لیک تصویب کړ او له خپل هیواد څخه یې د امریکا د ترهګرو پوځیانو د ایستلو غوښتنه وکړه .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي په دې زمینه کښې په سیمه کښې د امریکا د نیواکګریو دوام ته په اشارې سره وویل امریکا اوس هم په عراق کښې په نیواکګر ډول شتون لري او واشنګټن په سوریې کښې هم جنګ رامینځته کوي او امریکا د سعودي عربستان په لاس د یمن د خلکو پرضد حملې کوي او امریکا مجبوره شوي چې یوازې له افغانستان څخه وتښتي .
حاضردمه په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا کابو شپږڅلویښت (۴۶) پوځي اډې شته دا په داسې حال کښې دي چې په سیمه کښې پوځي او امنیتي معادلات بدل شوي دي .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک د قومندان حسین سلامي شننه په دې زمینه کښې د سیمې د حالت روښانه انځور وړاندي کوي .
حسین سلامي وویل امریکا له سیمې څخه تښتیدا پرته بله چاره نلري او که چیرې امریکا له سیمې ولاړه نشي نو له سیمې شړل کیږي او داسې ښکاري چې واشنګټن تر یوه (۱)حده په دغه خبرې پوه شوی دی .