انتخابات دنظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې
ولولناک انتخابات د پیاوړی ډال په شان هیواد د دښمن د دسیسو په وړاندی ساتلی دی او په سیمه کې د هیواد د موقعیت د لوړتیا او د نظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې .
د اسلامی ایران د پوځ عمومی قوماندان ټینګار وکړ ولولناک انتخابات د پیاوړی ډال په شان هیواد د دښمن د دسیسو په وړاندی ساتلی دی او په سیمه کې د هیواد د موقعیت د لوړتیا او د نظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې .
د ایرنا له راپور سره سم امیر تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوی نن د انتخاباتو په درشل کې د پوځ د لوړ رتبه مسولانو او قوماندانانو د ویډیویی نندارتون کې وویل انتخابات د خلکو طبیعی حق دې او خلک د دغه حق په وړاندې مسولیت لری او باید له خپل طبیعی حق استفاده او په خپل مسولیت عمل وکړی .
ده زیاته کړه په ټاکنو کې د ګډون اندازه د خلکو د بصیرت او پوهې د سویې ښودنه کوی او د خپل برخلیک په نسبت د ملت د مسولیت احساس اندازه سره نیغ په نیغه ارتباط لری .
د ایران د ولسمشرۍ د ۱۳ پړاو انتخابات د ۱۴۰۰ کال د غبرګولی په ۲۸ نیټه ترسره کیږی .