د رایو په لومړني شمېرونو کې رئیسی تر ټولو مخکي دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101880-د_رایو_په_لومړني_شمېرونو_کې_رئیسی_تر_ټولو_مخکي_دی
تر دې دمه تر ۹۰ سلنه پوري رایي شمېرل شوي دي چي په کښې سید ابراهیم رئیسی د ۱۷ میلیون او ۸۰۰ زرو رایو په تر لاسه کولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دیارلسم پړاو د ټاکنو تر ټولو مخکښ کاندید دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2021 08:53 Asia/Kabul
  • د رایو په لومړني شمېرونو کې رئیسی تر ټولو مخکي دی

تر دې دمه تر ۹۰ سلنه پوري رایي شمېرل شوي دي چي په کښې سید ابراهیم رئیسی د ۱۷ میلیون او ۸۰۰ زرو رایو په تر لاسه کولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دیارلسم پړاو د ټاکنو تر ټولو مخکښ کاندید دی.

د ایران د ټاکنیزي کمیټي مشر او د ایران د کورنیو چارو د وزیر مرستیال جمال عرف نن خبریالانو ته وویل: تر دې دمه ۲۸ میلیون او ۸۰۰ زره رایې شمېرل شوي چي ۱۷ میلیون او ۸۰۰ زره یې رئیسي ته ورکړل شوي دي.

عرف زیاته کړه: محسن رضایي ۳ میلیون او ۳۰۰ زره رایې، عبدالناصر همتی ۲ میلیون او ۴۰۰ زره رایې او امیر حسین قاضي زاده هاشمي د یو میلیون په شاوخوا رایې تر لاسه کړي دي.

هغه وویل چي د پارلماني ټاکنو او د خبرګانو د شورا پایلې به د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر معلومېدو وروسته اعلان کړای شي.