ايران په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۰۳-۲۹
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101884-ايران_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۴۰۰_۰۳_۲۹
د روانې غبرګولي د مياشتې اتويشتمه د جُمعې مبارکه ورځ د اسلامي انقلاب د يادګارو ورځو په تاريخ کښې يو بل ستر انتخاباتي واقعه ثبت شوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 19, 2021 15:27 Asia/Kabul
  • ايران په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۰۳-۲۹

د روانې غبرګولي د مياشتې اتويشتمه د جُمعې مبارکه ورځ د اسلامي انقلاب د يادګارو ورځو په تاريخ کښې يو بل ستر انتخاباتي واقعه ثبت شوه.

د ولسمشرۍ د ديارلسم پړاو انتخابات، د ښارونو او کليو د شوراګانود شپږم پړاو،د اسلامي شورا د جرګې او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د مېنځني پړاو انتخابات د رايو صندوقونو ته د خلقو له زوږ نه ډکو حاضرېدو سره  ترسره شول. د انتخاباتي حوزو يا پولېنګ سټېشنونو فعاليت تر سحره پورې پينځه ځل تمديد شو.

سيد ابراهيم رئيسي، محسن رضائي ميرقائد، سيد اميرحسېن قاضي زاده هاشمي او عبدالناصر همتي د ولسمشرۍ د ديارلسم پړاو د انتخاباتو څلور نامزدان  وو چې د تېرې جُمعې په ورځ يې په خپلو کښې سره سيالي وکړه.

د دغو انتخاباتو د وروستيونتائجو مطابق آيت ا... سيد ابراهيم رئيسي په درون اکثريت سره د ايران د اسلامي جمهوريت د نوي ولسمشر په توګه غوره کړې شو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه د جُمعې په ورځ ټهيک سحر اوۀ بجې په امام خمېني (رح) نومې امام بارګاه کښې د ۱۱۰ ګرځنده صندوق په ځاے کښې په حاضرېدو سره خپله راې صندوق کښې واچوله.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انتخاباتو ورځ د د ايران د ملت ورځ وبلله او وې فرمايل: نن اصلي مېدان لرونکي او ډګر چلؤنکي د ايران عوام د رائې په ورکولو سره په حقيقت کښې د راتلونکو کلونو لپاره د هېواد کلي او بنيادي دنده ټاکي نو ځکه نن ورځ له خلقو سره متعلق ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د انتخاباتو په درشل کښې د ايران ولس ته په يو ټيلي ويژني وېنا کښې د جُمعې د ورځې انتخابات په ټولو مهمو اقتصادي او غېر اقتصادي مسائلو کښې  پرخليک ټاکونکې او تاثير کؤنکې  واقعه وبلله.

د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته انتخابات تل د ولسواکۍ د ستنو د مضبوطيه سبب شوي دي او د نويو سليقو د فعاليت لپاره يې مېدان خلاص کړےدے. د يو انتخاب نتيجه چې د خلقو د رايو غونډېدل او په انتخاباتو کښې مشارکت دے د سياسي پېوستون او ملي او ديني يووالے دے.

هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر واضحه کړه، په انتخاباتو کښې د خلقو د ګډون د کمولو لپاره د دښمنانو دوامدارې هلې ځلې د دغه شتون د اهميت په  وجه دي. يو دليل چې په ايران کښې د انتخاباتو د اهميت ښودنه کوي، له ايرانه په بهر کښې د سياسي او رسانه اي ټولنو ډېر زيات حساسيت او ورته پاملرنه ده.

د تېرې جمعې د ورځې انتخابات د ټولو نااميده کونکو اټکلونو او القائاتو باوجود د يو بدلون د شروع ټکے کېدې شي. البته دا چاره طبيعي ده چې د هرې دورې نامزدانو د سياسي نظرياتو او سليقو له لحاظه له تېرو دورو سره يو لړ فرقونه ولري. په حقيقت کښې دغه فرقونه د انتخاباتو د سلامتيا نښه ده چې په هرو انتخاباتو کښې يو مهم ټکےدے.

ايران په تېره هفته کښې په يوې سترې روغتيائي سائنسي کاميابۍ کښې  د کورونا د وېکسينو د جوړونکو نړيوال کلب کښې شامل شو. برطانيه، هند، روسيه ، چين او امریکه د وېکسينو د جوړونکو د کلب غړي دي.

اوس ايران سائنسدانان او ماهران د امريکې د بنديزونو باوجود له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د څو ډوله وېکسينو په جوړولو کښې کامياب شوے دے.

دغه څلور وېکسينونه يعنې کوو برکت، فخرا، رازي او له کيوبا سره ګډ انستيتو پاستور وېسکسين د کلينيکل مطالعاتو مراحل تېروي. ټاکل شوې ده ډېر زرد کلينيکل مطالعاتو له مرحل او د ورغتيا په وزارت کښې د وېکسينو له تائيده وروسته کوو برکت او پاستور وېکسينونو ته د اضطراري استعمال اجازت ليک ورکړې شي. د اوړي د موسم لپاره د ايران پروګرام له لسو ميلينو زيات ډوزه وېکسينو توليد دے او د مينې له ابتدا څخه به په مياشت کښې د توليد اندازه له لسو ميلينو زياتو ډوزو ته ورسي.

په دا ډول د مني تر آخره پورې د وېکسينو په په باره کښې اندېښنې ختميږي او تقريباً د هېواد د نفوسو اويا فيصده خلق به وېکسينېشن شي.

په هغو زېر بناؤ سره چې په هېواد کښې جوړې شوې دي، ايران به په کال کشې د يو سل اوه نوي ميلين ډوزه وېکسينو د جوړولو ظرفيت ولري چې نه يوازې د هېواد نفوس وېکسينېشن کوي بلکه صادرات به هم ولري.

فرانسوي نشريې لاکروا تېره هفته په يو رپوټ کښې وليکل، په داسې حال کښې چې د نړۍ زياتره هېوادونه له نورو هېوادونو څخه د کورونا د وېکسينو د حاصلولو او يا د ملګرو ملتو ترملاتړ لاندې کوېکس نومې پروګرام په چوکاټ کښې د انتظار په لېسټ کښې دي، ايران اوس د هغو هېوادونو په قطار کښې راغلے دے چې له کوئيډ ۱۹ نومې بيمارۍ سره د مقابلې د وېکسينو د جوړولو لپاره له کورنيو توانمنيو او ظرفيتونو څخه برخور دے او هغه يې توليد کړي دي.

تېره هفته د امريکې لخوا د بنديزونو د ختمولو او ايټمي موافقې ته د دغه هېواد د احتمالي ستنېدو په محوريت سره د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د غړيو ترمېنځ د ايټمي خبرو اتور شپږم پړاو اوشو. د ويانا خبرې اترې د تېر اپرېل له مياشت راهسې تر اوسه په شپږو پړاؤنو کښې شوې دي. دغه خبرې اترې د ځينو خنډونو باوجود د يو شمېر اختلافاتو د هواري سبب شوي دي خو اوس هم پرېکنده نتيجې ته د رسېدو لپاره يو لړ جدي خنډونه موجود دي.

د امريکې د کانګرس استازيو په تېر کال کښې د  جوبائيډن په اقتدار کښې د راتلو له وخت نه په ځلونو ښودلې ده چې په اسانۍ سره نه غواړي د امريکې حکومت خپلو موافقو او ژمنو ته ستون شي. په دې لړ کښې ابهام دا اټکل مضبوط کړے دے چې زياتره پکار دے دا هيله ونه لري چې د ايران په خلاف د امريکې بنديزونه په پائېدار شکل کښې ختم کړې شي. دغو حالاتو ته په پام سره د خبرو اترو د ترسره کېدو اټکل مشکل دے. ايران له امريکې او له هر يو غړي هېواده ضمانت غواړي چې واشنګټن به هيڅکله دوباره برجام پرېږندي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د امريکې د بنديزونو له لېسټ څخه د څو تنو د نومونو په وېستلو کښې د واشنګټن وروستي اقدام ته په اشارې سره وليکل، د بائيکاټ شويو له لېسټ څخه د خوښې د نومونو وېستل نه د برجام له خبرو اترو سره څه تعلق لري او نه د روغ نيت د څه پېغام په توګه ليدل کيږي په تېره بيا کله چې د اقتصادي ترهه ګرۍ له تجديد سره مل دے.

په ويانان کښې لوړ رتبه مذاکرات کؤنکي سيد عباس عراقچي د دغو خبرو اترو د نتيجې په باره کښې د ګډ کمېشن د تېرې هفتې له غونډې وروسته وويل، دا فېصله اوشوه چې کار ته زياته چټکتيا ورکړې شي او هغه خبرې اترې چې هم هغه شان داختلاف وړ دي د کارپېژندنې او سياسي ګڼ شمېر غونډو کښې ورباندې بحث وکړوو چې ورلره ضرور حل لارې پېدا شي.

د دغو د خبرو اترو مقصد د برجام ايټمي موافقې په باره کښې يوې واحدې فېصلې ته رسېدل دي.

د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن د تېرې هفتې د نهې په ورځ د غبرګولي په اتلسمه نېټه سېنټ ته په خپل رپوټ کښې وويل، اټکل کيږي چې حتی که تهران او واشنګټن ايټمي موافقې ته ستانۀ هم شي نو د تهران په خلاف د امريکې په سلګونو بائيکاټونه به په خپل ځاے پاتې شي. هغه سلګونه بنديزونه چې بلېنکن يې يادوي هم له کاټسا سره اړوند بنديزونه دي چې د مېډل ايسټ نيوز خبري سائيټ د وروستي رپوټ له مخې د يو زر شپږ سوه بنديزونوله لېسټ څخه تر اوسه اوۀ سوه بنديزونه ختم کړې شوي دي او نور هم هغه شان په خپل ځاے په قوت سره باقي دي.

د ايران د خارجه وزير مرستيال او د ويانا په خبرو اترو د ايراني ټيم مشر سيد عباس عراقچي د تېر ايتوار په ورځ په يو ټوئيټ کښې وليکل؛ په تېرو دريو کلونو کښې امريکې د دنيا په هر ځاے کښې هر ايرانے د خپلو غېر قانوني او وحشيانه بائيکاټونو او بنديزونو هدف ګرځولے دے.

هغه دا خبره په ګوته کړه چې د امريکې اوسنے حکومت په يو سل څلور څلوېښتو ورځو کښې چې په اقتدار کښې راغلے ے د بشريت په خلاف په دغو جنايتونو کښې شريک دے.

ګرانو دوستانو ايران په تېره اونۍ کښې د پروګرام وخت په همدې ځاے ختميږي تر بلې هفتې پورې له داسې يو پروګرام سره به بيا ستاسو په خدمت کښې حاضر شوو. تر هغه وخته ښاد او خوشحاله اوسئ.