ايران د برجام لپاره زيات قيمت ادا کړ اوس د امريکې او اروپا وار دے
(last modified Thu, 01 Jul 2021 00:30:52 GMT )
Jul 01, 2021 05:00 Asia/Kabul
  •  ايران د برجام لپاره زيات قيمت ادا کړ اوس د امريکې او اروپا وار دے

په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې ايران د برجام اېټمي موافقې لپاره زيات قيمت ادا کړے دے له امريکې او اروپائي لورو وغوښتل چې د برجام د ژوندي کولو لپاره دې ضروري فېصلې غوره کړي او هغه ژمنې چې په دغو کلونو کښې يې په ترسره کولو کښې کوتاهي کړې ده اجرا کړي.

د اېرنا د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجرا په اړه دې ته په اشارې سره چې ايران هم د برجام د خبرو اترو په وخت او هم د هغه د لاسليکولو او اجرا په وخت خپل پوره صداقت ثابت کړے دے، واضحه کړه، اوس د امريکې او اروپائي لورو وار دے چې د شعارونو په ځاے دې برجام اېټمي موافقې ته د ستندېدو لپاره سختې فېصلې وکړي.

هغه همدارنګ د ايران د دفاعي او توغنده اي متعارف پروګرام په خلاف د لويديځوالو دريځ نيونو ته اشاره وکړه او وې ويل، د نړيوالو حقوقو له مخې د متعارف توغنده اي پروګرام پراختيا يو ذاتي  حق دے او ۲۲۳۱ پرېکړليک هم هغه منعې يا محدود کړے نه دے.

تخت روانچي په دغه غونډه کښې د صهيونېسټ رژيم لخوا د ايراني سائنسدان د قتل په شمول د ايران په خلاف د دغه جنايتکار رژيم دسيسو، ورانکاريو او ترهه ګريزو اقداماتو ته په اشارې سره وويل: ايران د ټولو دسيسو، ورانکاريو او ترهه ګريزو اقداماتو باوجود د صلح ايزو اهدافو لپاره له ايټمي انرجۍ څخه د استفادې، توليد او تحقيقاتو په پراختيا کښې د خپل مسلم حق د حاصلولو کلکه اراده لري.

 

ټیګونه