د برجام ژوندي کېدل د امريکې او اروپا د سختو فېصلو له غوره کولو سره تړاو لري
(last modified Fri, 02 Jul 2021 10:29:58 GMT )
Jul 02, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • د برجام ژوندي کېدل د امريکې او اروپا د سختو فېصلو له غوره کولو سره تړاو لري

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل: اوس د امريکې او درې اروپائي هېوادونو وار دے چې په برجام اېټمي موافقې پوره پابندۍ ته د ستنېدو لپاره سختې فېصلې وکړي.

مجيد تخت روانچي د امنيت د شورا په غونډه کښې د برجام ايټمي موافقې او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجرا په باره کښې د ملګرو ملتو د رپوټ د څېړنې لپاره واضحه کړه، ايران هم د برجام د خبرو اترو په وخت او هم د هغه د لاسليکولو او اجرا په وخت خپل پوره صداقت ثابت کړے دے.

په امريکه کښې په اقتدار کښې د جوبائيډن د حکومت په راتلو سره برجام اېټمي موافقې ته د دغه هېواد د ستنېدو فېصله اوشوه او بيا د دې مقصد لپاره د ويانا خبرې اترې شروع شوې. تر اوسه د برجام د ژوندي کولو په اړه د خبرو اترو شپږ پړاونه اوشو خو امريکې هم هغه شان برجام ته د ستنېدو لپاره نه دي کړې شوي خپلې سختې سياسي فېصلې وکړي.

د برجام په وړاندې د امريکې او اروپائي بدقوليو ته په پام سره اوس د دغې موافقې د راژوندي کولو لپاره يو لړ کافي ضمانتونه د ايران د اسلامي جمهوريت د پام وړ دي. له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو تجربې ته په پام سره ايران دا خپل حق ګڼي چې په دې لړ کښې څه ضمانت ترلاسه کړي چې يو ځل بيا دا پېښه په دومره آسانۍ سره تکرار نه شي.

په همدې لړ کښې د ايران د ولسمشرۍ د دفتر مشر محمود واعظي د ايران پرېس له خبريال سره په مرکه کښې وويل: ايران دا نه مني چې د يوې داسې معاهدې غړے دې وي چې هر وخت دا احساس وکړي چې کېدې شي يوه پېښه رامنځته شي، نو په دې وجه له برجامه بيا د وتلو لپاره د امريکې د حکومت لخوا ضمانت ورکول ضروري چاره ده.

د بائيډن د حکومت چلندونو تر اوسه د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره څه فرق نه دے لرلے او د برجامي بدقوليو ته بيا ستنېدو لباره په امريکې بې اعتمادي موجوده ده. په ويانا کښې خپلو برجامي ژمنو ته د خواو د ستنېدو لپاره د ټولو موضوعاتو په باره کښې خبرې اترې شوې دياو اوس يوازې د امريکې او درې اروپائي هېوادونو لخوا د سياسي او سختو فېصلو غوره کولو وار دے.

له امريکې څخه د ايران د ضمانت له غوښتنې نه علاوه د ايران په خلاف د امريکې د ټولو بنديزونو د خاتمې راستي آزمائنه د تهران يوه بله جدي اندېښنه ده. د ايران له نظره د مقابل لوري د ژمنو راستي آزمائي ضروري ده او په وړومبني ګام کښې مقابل لورے پکار دې خپلې ژمنې عملي کړي او ايران به  له راستي آزمائنې او د برجام له اقتصادي ګټو څخه  د اطمينان له حاصلولو وروسته خپلو ژمنو ته ستنيږي.

په دغو ورځو کښې د امريکائي چارواکو دريځ نيونې دوو مهمو او بنيادي موضوعاتو يعنې ضمانت ورکولو او راستي آزمائنې ته د پام کولو لپاره د ايران حساسيت دوه چنده کړے دے او تر هغه وخته چې د ايران د ملي ګټو ضمانت  په صحيح توګه حاصل نه شي نو د برجام اېټمي موافقې  بيا ژوندي کېدو موافقه به دومره په آسانۍ سره لاسليک نه شي.

په همدې لړ کښې د روسيې د خارجه وزارت وياندې مېرمن ماريا زاخارووا وويل، امريکې د برجام اېټمي موافقې د راژوندي کولو او ايران په وړاندې د خپلې مخکېنۍ دورې د سياست د بدلولو په لار کښې تر اوسه هيڅ عمل ګام نه دے اوچت کړے.

--------------

 

ټیګونه