ایران له کوم توپير پرته ددرستو افغان کډوالو میلمه پالنه کوي
درست کډوال په تیره بیا افغان کډوال په عزت او سرلوړۍ سره خپل هیواد او خپلو کورونو ته بیرته وګرځي او دسیمې امنیت اوسوله هم د دوي لپاره ښه راتلونکی ډالۍ کړي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، دایران دکورنیو چارود وزارت د بهرنیو کډوالو د چارو د برخې عمومی مدیر مهدي محمودي د افغانستان د ولسی جرګې د کلتوري او دیني چارو د کمیشن له مشر امیر ګل شاهي او ورسره پلاوي سره په کتنې کې د بهرنیو کډوالو د میلمه پالنې په باب د شوو اقداماتو او خدماتو په اړه مفصل راپور وندې کړی او وئیلی ئې دي ، څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو کډوالو چې زیاتره ئې افغان کډوال دي ، دتعلیم ،روغتیا، معیشت ، کلتوري او ټولینزو حوزو کې له کوم توپیر پرته او د هماغو ایرانیو ښاریزو په شان میلمه پالنه اوخدمت کړی او دوي په درستو کلتوري ، سپورټي ، ټولنیزو او داسې نورو ډيرو حوزو کې په فعال ګډون سره فعالیتونه کوي او د ایران داسلامی جمهوریت په وسیله ئې ملاتړ کیږي .
هغه ټينګار کړی ، له یوه پلوه د کډوالو ورځ تربلې داړیتاؤ زیاتیدا ، او له بل پلوه دکرونا ناروغۍ خوریدا او دغیر انسانی بندیزونو اعمالیدا ، له کډوالو څخه د اسلامی ایران دملاتړ ظرفیّت تر ډيره حده متاثر کړی دی ، خو د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت ددوي داړتیاوړ خدماتو د تامینولو لپاره له هیڅ مرستې ډډه نه ده کړې .
د افغانستان د ولسی جرګې د کلتوري او دیني چارو د کمیشن مشر امیر ګل شاهي هم په دغې مودې کې د کډوالو دښې میلمه پالنې او دبې مخینې خدماتو د وړاندې کولو په خاطر د اسلامی ایران دکوربتوب په ډيرې قدرونې اوستاینې سره هیله ښودلې چې درست کډوال په تیره بیا افغان کډوال په عزت او سرلوړۍ سره خپل هیواد او خپلو کورونو ته بیرته وګرځي او دسیمې امنیت اوسوله هم د دوي لپاره ښه راتلونکی ډالۍ کړي .